ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

افغانستان کې ٤٤٠٢ کسان پر کرونا اخته، ١٢٠ مړه او ٥٥٨ بېرته روغ شوي

افغانستان کې ٤٤٠٢ کسان پر کرونا اخته، ١٢٠ مړه او ٥٥٨ بېرته روغ شوي

author avatar
10 May 2020 - 13:06
افغانستان کې ٤٤٠٢ کسان پر کرونا اخته، ١٢٠ مړه او ٥٥٨ بېرته روغ شوي
author avatar
10 May 2020 - 13:06

کابل (پژواک، ۲١ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ٣٦١ نورې مثبتې پېښې ثبت شوي چې تر ټولو ډېرې (١١٧) يې په کابل کې دي.

د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ٢١ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ٩٩٥ شکمنو پېښو  ٣٦١ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ٤٤٠٢ ته لوړشو .

هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ٥٥٨ کسان بېرته رغېدلي او ١٢٠ کسان ترې مړه شوي دي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ١١٧ په کابل، ٥٩ په هرات، ٣١ بلخ، ٢٦ کندهار، ٢١ بغلان، ١٨ فراه، ١٢ لغمان، ١١-١١ په سمنګان او ميدان وردګو، نهه-نهه په کندوز او پنجشېر، اته-اته په ننګرهار او پروان، اووه په کونړ، پنځه په هلمند، څلور-څلور په غزني او بدخشان، درې-درې په جوزجان او سرپل، دوه په پکتيکا او يوه-يوه پېښه هم په سرپل، زابل او پکتيا ولايتونو کې ثبت شوې دي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، د هېواد په کچه له يادو ٤٤٠٢ مثبتو پېښو څخه ١٠٩٦ په کابل، ٨٩٤ په هرات، ٥٠٧ په کندهار، ٣٥٥ په بلخ، ١٩٩ په پکتيا، ١٥٨ په ننګرهار، سل په لغمان، ۹۴ په تخار، ٩١ په غزني، ٨١ په بغلان،  ۷۰-٧٠ په لوګر او سمنګان، ۶٨ په جوزجان، ٦٣ په پنجشېر،  ۵۳-٥٣ په نيمروز او کندوز، ٥٢ په ميدان وردګو، ٥٠ په کونړ، ٣٧ په فراه،  ۳۴ په بادغيس، ٣٢ په هلمند، ۳۱-٣١ په فارياب او غور، ٣٠ په پکتيکا او ۲۹ په باميان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

دغه راز د کرونا ويروس ٢٥ پېښې په پروان، ٢٢ په زابل، ٢٠ په سرپل، ١٩ په کاپيسا، ١٢ په بدخشان، لس-لس په دايکنډي او خوست، څلور په اروزګان او دوه هم په نورستان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.