ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کرکټ بورډ د فساد له امله پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق شپږ کلن بندیز ولګاوه

کرکټ بورډ د فساد له امله پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق شپږ کلن بندیز ولګاوه

author avatar
10 May 2020 - 20:20
کرکټ بورډ د فساد له امله پر ملي لوبغاړي شفیق الله شفق شپږ کلن بندیز ولګاوه
author avatar
10 May 2020 - 20:20

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : د افغانستان کرکټ‌ بورډ وايي چې د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق شفق یې په لوبو کې د فساد او درغلیو له امله شپږکاله بندیز لګولی دی.

په دې سره شفیق الله شفق د افغانستان د کرکټ په تاریخ کې لومړی لوبغاړی شو چې په لوبو کې د فساد او درغلیو له امله داسې سزا ورکول کیږي.

د افغانستان د کرکټ بورډ له خوا د غویي په ۲۱مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې شفق دغه "سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو/هوکړې او همدارنګه د بنګله دېش د ۲۰۱۹م کال غوره لیګ یا(BPL) کې کړې دي."

سرچینې زیاته کړې، دغه لوبغاړي د لوبو پر مهال له مفسدو خلکو څخه پيسې اخیستې، له هغوی سره یې نږدې اړیکې پاللې او همدغه راز هڅه یې کړې ده چې یو بل افغان لوبغاړی هم وهڅوي چې د مفسدو خلکو په خوښه او ګټه په لوبو کې درغلي وکړي.

د افغانستان کرکټ بورډ په خبرپاڼه کې راغلي: "دا د نه منلو عمل او سپکاوی دی چې د ملي لوبډلې یو مخکښ لوبغاړی دې د افغانستان شل اووریز غوره لیګ کې په ستره کچه فساد کې ښکېل وي او همدارنګه یې د بنګله دېش په غوره لیګ کې هم په فساد کې د نورو لوبغاړو د ښکېلولو هڅه کړې وي، خو په دغه چاره کې بریالی شوی نه وي، دا په ټوله کې د نورو ورته لوبغاړو لپاره هم له عبرت ډک پیغام دی چې ګني د دوی ورته غیراصولي کړنې به د فساد پر وړاندې د مبارزې له څانګې هیڅکله هم پټې پاتې نه شي."

بورډ ویلي، چې شفق په خپلو "جرمونو اعتراف" کړی دی.

خبرپاڼه کې زیاته شوې : "شفیق الله شفق د دغې قضیې په څېړنو کې له موږ سره د خپلو تېروتنو د سپیناوي په برخه کې بشپړه همکاري وکړه، که احیاناً نوموړي له موږ سره همکاري نه وای کړې نو د دې امکان و چې شفق له لا ډېر بندیز سره مخ شوی وای."

تراوسه شفیق الله شفق په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.