ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سقیم: نانبايانو ته په وخت د اوړو نه رسېدل د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده

سقیم: نانبايانو ته په وخت د اوړو نه رسېدل د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده

author avatar
10 May 2020 - 14:14
سقیم: نانبايانو ته په وخت د اوړو نه رسېدل د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده
author avatar
10 May 2020 - 14:14

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹) : د سیمه ییز ارګانونو خپلواکه اداره وایي چې له ستونزو سره سره په ۲۲   ولايتونو کې پر نادارو خلکو د پخې ډوډۍ وېش پیل شوی، خو نانبايانو ته د اوړو نه رسېدل بله ستونزه ده چې په ځينو ښارونو کې يې د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده.

تېره ورځ د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکې ادارې د ولسمشر د هدايت په اساس، د هېواد پاتې اته ويشتو ولايتونو ته هم پر نادارو خلکو د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ وغځوله چې يوازې په اوولسو ولايتونو کې دغه وېش تر سره شوی او په يوولسو نورو کې پر چا ډوډۍ نه ده وېشل شوې.

د سيمه‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې د خپرونو او عامه پوهاوي رييس سيدشاه سقيم د غویي په ۲۱مه،  پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره ورځ په ګردېز، ښرنې، بازارک، سرپل، غزني، اسعداباد، مهترلام، ميدان ښار، پارون، تالقان او فېروز کوه کې نه دي توانېدلي چې پر نادارو خلکو پخه ډوډۍ ووېشي.

د ده په خبره، په يادو ښارونو کې ستونزه د ډوډۍ پخوونکيو وه چې و يې نه شوای کولای تر ماښامه د نادارو لپاره ورکول شوی شمېر ډوډۍ اماده کړي.

هغه زیاته کړه : "په ځينو ښارونو کې نانبايانو ستونزه درلوده، دوی د وخت د کمي له امله وېره لرله چې که په تلواره ډوډۍ پخه کړي، ښايي کيفيت يې سم نه وي، نو له همدې له امله پرون ډوډۍ و نه وېشل شوه، خو نن به په دغو ټولو ښارونو کې پر بې‌اسرې وګړيو ډوډۍ وېشل کېږي."

د نوموړي په وینا، د غور ولایت په مرکز فېروز‌کوه ښار کې بيا د پروني لاریون او تاوتريخوالي له امله پر خلکو ډوډۍ نه ده وېشل شوې او په دې سربېره، نانبايانو ته د علافانو له خوا د اوړو نه رسېدل بله ستونزه ده چې په ځينو ښارونو کې يې د ډوډۍ د وېش پروسه ننګولې ده.

سقيم وايي، د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره له ټولو ښارونو سره په اړيکه کې ده او تمه لري چې نن به په ټول هېواد کې د ډوډۍ د وېش پروسه تر سره شي.

ده زیاته کړه، هغو پنځو لويو ښارونو کې چې تېره اوونۍ په کې د ډوډۍ وېش پيل شوی، د لومړيو ورځو په پرتله د وېش پروسه لا ډېره ښه شوې او تر هغې شمېرې زياتو نادارو ته ډوډۍ ورکول شوې ده چې دوی يې نوملړونه جوړ کړي وو. 

هغه زیاتوي : "موږ په پام کې درلوده چې په دغو پنځو ښارونو کې به هره ورځ په يوسل او پنځه دېرش زره، اووه سوه او نهه څلوېښت کورنيو ډوډۍ وېشل کېږي، خو په لومړۍ ورځ په اته څلوېښت زرو، په دويمه ورځ په سل زره او دوه سوه درې نوي، په درېيمه ورځ په يو سل او يو دېرش زره نهه سوه څلور اويا او په څلورمه ورځ په يو سل او څلوېښت زره، اووه سوه او څلور اويا کورنيو ډوډې وېشل شوې ده."

د سيمه‌ييزو ارګانونو اداره د ښارونو په ناحيو کې د ځينو هغو نادارو لپاره چې نومونه يې نه دي ثبت شوي، د يوې يوې اضافه نانوایی پرانيستل د هغو کسانو د شمېر د زياتېدو لامل بولي چې ډوډۍ يې تر لاسه کړې ده.

د حکومت له خوا پر نادارو خلکو د پخې ډوډۍ د وېش لړۍ د روژې له پيل سره پيل شوې وه چې ټاکل شوې ده د روژې تر پايه به دوام ولري. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.