طالبان: په هرات کې مو د حکومت ۲۸ نور بندیان خوشې کړي

کابل (پژواک، ۲۱ غویی ۹۹): طالبانو ویلي چې په لوېدیځ ولایت هرات کې یې د حکومت ۲۸ تنه نور بندیان خوشې کړي دي.

د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۲۱مه، په ټویټر کې لیکلي، چې د بندیانو د خلاصون په لړ کې یې  پرون په هرات ولایت کې  ۲۸ تنه عسکر خوشې کړل.

هغه زیاته کړې، چې هریوه تن ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړی دي.

شاهین ویلي چې د سولې پروسې د ګړندي کولو په لړ کې به دا لړۍ دوام ولري.

د یادونې ده، چې طالبانو تر دې مخکې د حکومت شاوخوا ۱۶۰ بندیان خوشې کړي وو او له دې سره ټوله شمېره ۱۸۸ تنو ته ورسېده.

خو د افغانستان حکومت په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو شاوخوا زر تنه بندیان خوشې کړي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي چې د افغانستان دولت له طالبانو غواړي، چي تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.

د بندیانو د خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې پیل او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای.

د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ.

نظر ورکړئ