ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درخانۍ: ډېرې شپې مې لمسيان په لوږه ويده کيږي

درخانۍ: ډېرې شپې مې لمسيان په لوږه ويده کيږي

author avatar
11 May 2020 - 13:08
درخانۍ: ډېرې شپې مې لمسيان په لوږه ويده کيږي
author avatar
11 May 2020 - 13:08

غزني ښار (پژواک، ٢٢ غويی ٩٩): په غزني کې د ١٥ يتيمانو يواځنۍ سرپرسته نيا وايي: "درې زامن مې د جګړې له لاسه مړه شوي ، په ښار کې سوال کوم، خو ډېر خلک خيرات هم نه راکوي."

دغه مېرمن درخانۍ نوميږي، ٦٠ کاله عمر لري، د غزني ولايت د اندړو ولسوالۍ اوسېدونکې ده، خو دا مهال د غزني ښار په يوه زاړه کور کې له ګڼ شمېر يتيمانو سره يوځاى شپې او ورځې تېروي.

هغې د غويي په ٢٢مه پژواک خبري اژانس ته د مرکې په ترڅ کې وويل چې خاوند يې پخوا مړ شوى و، خو درې زامن يې روانې جګړې ترې اخيستي دي.

دې وويل: ((وروستی زوی مې درې مياشتې وړاندې د حکومت او طالبانو ترمنځ جګړې له امله و وژل شو، اوس په کور کې سرپرست نه لرو، ١٥ يتيمان لرم او درې کونډې دي.))

درخانۍ چې تور زوړ پړونى يې پر سر و او په مخ کې يې له ورايه د بېوزلۍ نښې ښکارېدې وويل: "په ښار کې سوال کوم، خو ډېر خلک خيرات هم نه راکوي، په ټوله ورځ کې ٤٠-٥٠ يا ٦٠ روپۍ پيدا کړم، په هغې هیڅ هم نه کيږي. "

د نوموړې د معلوماتو له مخې، له يوه زويه يې اووه له بل پنځه او له بل نه هم درې يتيمان پاتې دي چې تر ټولو مشره يې د لسو کلونو لمسۍ ده.

هغې په ژړغوني غږ وويل: ((لمسيان مې دي، يو شى بايد ورته د خوراک لپاره پيدا کړم، په دې ښار کې داسې څوک نشته چې ما ونه پېژني ځکه هر يوه ته مې سل-سل وارې د خير غوښتلو لپاره لاس نيولى دى.))

هغې د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل: ((يواځنۍ ارمان مې دا دى چې لمسيان مې ماړه ويده شي، ډېرى شپې په لوږه او يا هم په نيم نس ويده کيږي، کله چې دوى په لوږه ويده کيږي، داسې کيږم لکه څوک چې مې غوښې پر چاړه پرې کوي.))

درخانۍ زياتوي چې ډېرى وخت یې لمسيان ناروغان وي، ځکه د اغوستلو لپاره هم څه نه لري.

هغې وويل چې تر اوسه ورسره هیڅ مرسته نه ده شوې او زياته يې کړه، حکومت او سوداګر بايد ورسره مرستې وکړي ترڅو له بېوزلۍ څخه وژغورل شي.

د درخانۍ په اړه د غزني ولايت مقام سکرټر سمير احمد احمدي پژواک ته وويل، پر يادې کورنۍ دوى خبر دي او پلان کې لري چې مرستې ورسره وکړي.

د نوموړي په وينا، په دغه ولايت له بيوزلو سره د مرستې په موخه يو خيريه صندوق جوړ شوى چې له دغه صندوق څخه تر اوسه له درې سوه کورنيو سره مرستې شوي او په پام کې ده چې له نورو سره هم مرستې ترسره شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.