ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نظرپوښتنې ۶۷ سلنه ګډونوال د شفق په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه ناسمه بولي

د نظرپوښتنې ۶۷ سلنه ګډونوال د شفق په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه ناسمه بولي

author avatar
11 May 2020 - 15:03
د نظرپوښتنې ۶۷ سلنه ګډونوال د شفق په اړه د کرکټ بورډ پرېکړه ناسمه بولي
author avatar
11 May 2020 - 15:03

کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۶۷ سلنه ګډونوال وایي، کرکټ بورډ باید د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق شپږ کلن بندیز نه وای لګولی، خو نورو دغه پرېکړه سمه بللې ده.

د افغانستان کرکټ‌بورډ ادارې پرون وویل چې د کرکټ د ملي لوبډلې پر لوبغاړي شفیق الله شفق یې په لوبو کې د فساد او درغلیو له امله شپږکاله بندیز لګولی دی.

سرچینې لیکلي چې شفق دغه سرغړونې د افغانستان غوره لیګ د لومړي پړاو (۲۰۱۸) کال سیالیو کې د لوبو لپاره د جوړجاړي منلو او د بنګله دېش د ۲۰۱۹میلادي کال غوره لیګ یا(BPL) کې کړې دي.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو پوښتلي:«د افغانستان کرکټ بورډ دفساد له امله پر شفیق الله شفق بندیز ولګولو، سره له دې چې په افغان غوره لیګ کې د فساد او نړیوال جام کې د خیانتونو له امله تر اوسه پر هیچا بندیز یا جرمانه نه ده لګول شوې.تاسو پر شفق د بندیز له امله د کرکټ بورډ پرېکړې سره موافق یاست!؟»

په نظرپوښتنه کې ۶۵۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د نظرپوښتنې له ګډونوالو،۶۷ سلنه ویلي چې پر شفیق الله شفق د بندیز له امله د کرکټ بورډ پرېکړې سره موافق نه دي، خو ۳۳ سلنه نورو بیا دغه پرېکړه سمه بللې ده.

د یادونې ده، دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۱۵۹ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې هم کړې دي.

جاهد نجیم لیکلي:«قانون دې یو شان پلی شي، بورډ کې د غلا او فساد غږ چې وخت ناوخته اورېدل کېږي باید ټول تر عدلي او قانوني تعقیب لاندې ونیول شي۔ که شفق په رښتیا دغه کار کړی وي خیانت یې کړی دی، خو زموږ غوښتنه داده چې ټولو ته په یوه سترکه وکتل شي.»

حکیم عزیزي لیکلي:«د لوبغاړو د فساد پر وړاندې باید په لوبغاړو بندیز وضع شي؛خو د فساد دلایل باید واضح شي، ځکه شپږ کاله بندیز وضع کول د لوبغاړي مکمل ژوند تباه کوي؛ شپږ کاله بعد شفق نه کرکټ کولای شي او نه هم ښه لوبغاړی پاتې کېدای شي،زه دا ‌‌‌‌‌‌ډار لرم چې کرکټ بورډ د شخصي ستونزو په اساس داسې پرېکړه کړې نه وي.»

عثمان الله او ستومان افغان په نومونو دوه نور کسان ادعا کوي چې کرکټ بورډ او د ملي لوبډلې ځینې نورو لوبغاړو هم خیانتونه کړي او باید قانون پر ټولو یو ډول پلی شي. 

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.