ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د نیمروز امنیه قوماندانۍ د امنیت مدیر د رشوت اخیستو په تور ونیول شو

د نیمروز امنیه قوماندانۍ د امنیت مدیر د رشوت اخیستو په تور ونیول شو

author avatar
11 May 2020 - 14:05
د نیمروز امنیه قوماندانۍ د امنیت مدیر د رشوت اخیستو په تور ونیول شو
author avatar
11 May 2020 - 14:05

زرنج (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹): سرچینې وایي چې د نیمروز ولایت د امنیه قوماندانۍ د امنیت مدیر جمال الدین د ۵۰ زره افغانیو رشوت اخیستو په تور نیول شوی دی.

د نیمرزو د امنیه قوماندانۍ یوه باوري سرچینه چې نه غواړي په راپور کې یې نوم یاد شي، پژواک خبري اژانس ته وویل چې جمال الدین تېره ورځ شاخوا ۶ بجې ونیول شو.   

سرچینه وايي:"جمال الدین د ۵۰ زره افغانیو رشوت اخیستو پر مهال له بشپړو اسنادو او اخیستو پیسو سره د ملي امنیت ریاست کارکونکو او موظف څارنوال له خوا د زرنج ښار په مرکز کې ونیول شو."   

هغه زیاته کړه، جمال الدین په همدې ډول د پیسو په نورو اخیستو کې هم لاس درلود او اوس مهال د ملي امنیت تر څېړنې لاندې دی .  

د ملي امنیت یوې باوري سرچینې هم دغه موضوع منلې او وايي چې په اړه به یې جزئیات له څېړنو وروسته رسنیو سره شریک شي.  

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.