کابل (پژواک، ۲۲ غویی ۹۹): طالبانو ویلي چې په لوېدیځ ولایت بادغیس کې یې د حکومت ۱۷ تنه بندیان خوشې کړي دي.
د طالبانو د قطر دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۲۲مه، په ټویټر کې لیکلي چې د بندیانو د خلاصون په لړ کې یې پرون په بادغیس ولایت کې ۱۷ تنه عسکر خوشې کړل.
هغه زیاته کړې، چې هریوه تن ته یې جامې او ۵۰۰۰ افغانۍ د لارې کرایه هم ورکړې.
شاهین ویلي چې د سولې پروسې د ګړندۍ کولو په موخه به دا لړۍ دوام لري.
د یادونې ده، چې طالبانو تر دې مخکې د حکومت ۱۸۰ تنه بندیان خوشې کړي وو او له دې سره ټول خوشې شوي بندیان شاوخوا ۲۱۰ تنو ته ورسېدل.
خو د افغانستان حکومت په بېلا بېلو ولایتونو کې د طالبانو شاوخوا زر تنه بندیان خوشې کړي دي.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوېد فیصل وایي چې د افغانستان دولت له طالبانو غواړي، چي تاوتریخوالی کم کړي، څو د ۱۵۰۰ زندانیانو تر خلاصون وروسته د سولې مخامخ خبرې له ځنډ پرته پیل شي.
د بندیانو د خوشي کولو لړۍ د تېرې میاشتې د وري له پنځلسمې نېټې پیل شوې ده. د ۱۳۹۸ لمریز کال د کب په ۱۰مه په قطر کې د طالبانو او امریکا ترمنځ د لاسلیک شوي تړون له مخې باید د سولې بین الافغاني خبرې پیل او له دغو خبرو مخکې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیان او د حکومت ۱۰۰۰ بندیان خوشي شوي وای.
د یاد تړون له لاسلیک وروسته ولسمشر اشرف غني لومړی د بندیانو له خوشي کولو انکار وکړ او ویې ویل چې له امریکا سره یې په دې اړه کومه ژمنه نه ده کړې، خو وروسته یې د یوې زماني مودې په ترڅ کې په مشروط ډول د بندیانو خوشي کولو فرمان ورکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن