ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت: د سویلي اسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر ونیول شو

ملي امنیت: د سویلي اسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر ونیول شو

author avatar
11 May 2020 - 20:09
ملي امنیت: د سویلي اسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر ونیول شو
author avatar
11 May 2020 - 20:09

کابل(پژواک،۲۲ غویی ۹۹): ملي امنیت ریاست وایي، امنیتي ځواکونو د سویلي آسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر ضیا الحق مشهور په ابو عمرالخرسانی یې د دغې ډلې له دوو نور مهمو غړو سره نیولی دی.

د ملي امنیت ریاست او کورنیو چارو وزارت په ګډه خپرپاڼه کې راغلي، چې ملي امنیت د سېمې او نړۍ په کچه د «ترهګرو ډلو» د رهبرانو د نیولو په لړ کې، دا ځل د سویلي آسیا او لرې ختیځ لپاره د داعش ډلې مشر ضیا الحق چې په ابو عمرالخرسانی مشهور دی، د پولیسو له ځانګړو ځواکونو سره په ګډو عملیاتو کې نیولی دی.

سرچینه زیاتوي دغه عملیات د هغو څلور داعش وسلوالو د اعتراف پر بنسټ ترسره شوي چې د ملي امنیت له لوري پخوا نیول شوي دي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو عملیاتو کې د سویلي اسیا لپاره د داعش ډلې د عامه اړیکو رییس صهیب او د استخباراتو مسوول ابوعلي هم نیول شوي دي.

د افغانستان ملي امنيت د تېرې وري میاشتې په ۱۶مه اعلان وکړ چې د داعش ډلې د خراسان څانګې مشر عبدالله اورکزی یې هم نيولی دی.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.