ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: د عبدالله له ډلې سره د سیاسي هوکړې خبرو کې پرمختګ شوی

حکومت: د عبدالله له ډلې سره د سیاسي هوکړې خبرو کې پرمختګ شوی

author avatar
12 May 2020 - 13:42
حکومت: د عبدالله له ډلې سره د سیاسي هوکړې خبرو کې پرمختګ شوی
author avatar
12 May 2020 - 13:42

کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹): د افغانستان حکومت وايي، د ډاکټرعبدالله له ډلې سره یې د سیاسي اختلافونو د پای لپاره په روانو خبرو کې پرمختګ شوی او د هرې سياسي هوکړې لپاره به اساسي قانون په پام کې نیول کېږي.

تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرې ټاکنې تر سره شوې. دټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ، خوبل مخکښ نوماندډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله اوځان یې ولسمشروباله. له دې امله رامنځته شوی سیاسي اختلاف تر اوسه نه دی حل شوی.

تېره ورځ د ارګ او سپیدار ماڼیو ترمنځ د ولسمشریزو ټاکنو پایلو له اعلان وروسته راپېښ شوې سیاسي کړکېچ په اړه د سیاسي هوکړې یو متن خپور شو.

په دغه متن کې راغلي چې حکومت د ډاکټر عبدالله ټاکنیزې ډلې ته ۵۰ سلنه سهم او جنرال عبدالرشید دوستم ته د مارشالۍ رتبه منلې ده.

خو د ولسمشر ماڼۍ ویاند صدیق صدیقي نن کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د افغان حکومت او مخکني اجرایي رئیس عبدالله ترمنځ د یوې سياسي هوکړې لپاره خبرې روانې دي، پرمختګونه په کې شوي خو پر ځینو موضوعاتو لا بحث روان دی.

دی وايي:"د دغې سیاسي هوکړې لپاره چې ولسمشر کوم اصول ټاکلي، هغه دا دي چې ټولې سیاسي ستونزې به له اساسي قانون سره سمې حل کېږي، هېواد کې د بې اتفاقۍ کړکېچ د له منځه وړلو باعث به ګرځي او د جمهوریت د پایښت سبب به کېږي."

د ده په وینا، حکومت د اوسني کړکېچ ختمولو لپاره د یوې سیاسي هوکړې غوښتونکی دی او هر کله که دا هوکړه وروستۍ شي، جزئیات به یې له خلکو سره شریک شي.

صدیقي زیاتوي:"د دې هوکړې لپاره، په حکومت کې د سیاسي مشارکت اصل ډېر مهم دی چې ولسمشر پرې تل ټینګار کوي او د افغانستان کابینه به یوه سیاسي کابینه هم وي ترڅو د روڼتیا، حساب ورکولو او خلکو ته د خدمت ژمنتیا له مخې ټول احزاب په کې برخه ولري."

د عبدالله عبدالله ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.