د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د کابل نننی برید د درېیو بریدګرو او ۱۴ملکي وګړو په وژل کېدو پای ته ورسېد

د کابل نننی برید د درېیو بریدګرو او ۱۴ملکي وګړو په وژل کېدو پای ته ورسېد

May 12, 2020 - 11:02

دویم تعقیب-کابل (پژواک، ۲۳ غویی ۹۹):د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل کې پر یوه روغتون برید د درېیو بریدکوونکو او ۱۴ ملکي وګړو په وژل کېدو او د ۱۵ ملکیانو په ټپی کېدو پای ته ورسېد.

وسله والو نن سهار شاوخوا لس بجې د کابل په لوېدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې پر سل بستریز روغتون چې د نسایي ولادي برخه هم لري، وسله وال برید وکړ.

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین پژواک خبري اژانس ته وویل، چې درېیو وسله والو پر یاد روغتون، برید کړی او دغه برید له غرمې وروسته په شاوخوا درېیو بجو د درې واړو بریدګرو په وژل کېدو پای ته ورسېد.

د هغه د معلوماتو له مخې، په یاد برید کې د دوو نویو زیږېدلو ماشومانو په ګډون ۱۴ ملکي وګړي وژل شوي او د ښځو، ډاکټرانو او ماشومانو په ګډون۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

ده وویل چې له یاد روغتون څخه د برید پر مهال د درېیو بهرنیانو په ګډون شاخوا سل کسان ژغورل شوي دي.

طالبانو په دغه برید کې لاس لرل رد کړي او کومې بلې ډلې هم تراوسه د دغه برید مسوولیت نه دی منلی.

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan