ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست کې د ۲۲۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې

خوست کې د ۲۲۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې

author avatar
13 May 2020 - 16:14
خوست کې د ۲۲۰ سړو خونو جوړولو چارې پیل شوې
author avatar
13 May 2020 - 16:14

خوست ښار (پژواک، ۲۴ غويی ۹۹): په خوست ولایت کې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا د باغدارۍ او مالدارۍ ملي پروګرام په چوکاټ کې ۲۲۰ سړې خونې جوړېږي.

دغه سړې خونې چې د خوست په ټولو دوولسو ولسواليو کې جوړېږي، په ټوليز ډول د ۲ زره او ۴۵۰ ټنه کرنيز محصولاتو په ځانګړي ډول د پيازو او کچالو د ځايولو ظرفيت به ولري.

د ولايتي چارواکو په وينا، ددغو سړنو خونو له جوړيدو څخه اساسي موخه د کرنيزو محصولاتو د نرخونو کنټرول او پروخت بازار ته وړاندې کول دي.

د خوست والي محمدحليم فدايي د يادو سړو خونو د بنسټ ډبرې اېښودو پرمهال پژواک خبري اژانس ته وويل، پردې سړو خونو څه د پاسه ۹۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي.

د هغه په وينا، دا پروژه به په راتلونکو دوو مياشتو کې بشپړه شي، چې د کار په جريان کې به ۲۲۰۰کسانو ته د کار زمينه هم برابره شي.

د والي حليم فدايي په خبره چې دغه پروژه کې نوي سلنه همکاري حکومت کوي او پاتې لس سلنه خپله خلک ونډه اخلي.

د سيدالله په نوم د ګربزو ولسوالۍ يوتن کروندګر پژواک اژانس ته وويل، د سړنو خونو په جوړېدو سره به هغوی له خپلو کرنيزو حاصلاتو ډېر عايد ترلاسه کړي.

هغه وايي، تردې دمه له هغوی کرنيز محصولات په ډېره ارزانه بيه له لاسه وځي، چې حتی ځينې وختونه خپل ګښت هم نه شي پوره کولی.

د یادونې ده چې حکومت په ټولو ولایتونو کې د څه دپاسه ۱۳ میلیارده افغانیو په لګښت د کرنيزو پروژو یوه طرحه جوړه کړې چې اوس یې عملي چارې پیل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.