ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

وسله والو ګردېز کې درې سرتېري او دوه عام وګړي ووژل

وسله والو ګردېز کې درې سرتېري او دوه عام وګړي ووژل

author avatar
13 May 2020 - 16:21
وسله والو ګردېز کې درې سرتېري او دوه عام وګړي ووژل
author avatar
13 May 2020 - 16:21

ګردېز، اسعد اباد (پژواک، ۲۴ غويی ۹۹): ځایی مسوولین وایي چې وسله والو کسانو نن غرمه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز ښار کې د ملي پوځ دوه سرتېري، يو پوليس او دوه عام وګړي وژلي دي.

د پکتيا د امنیه قوماندانۍ د امنيت آمر سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل چې ياد سرتېري له بانک څخه د معاش اخيستو لپاره له زرمت ولسوالۍ څخه ګردېز ته راغلي وو، چې د بېرته ستنېدو پر مهال پرې بريد شوی دی.

کامران وايي، ياد کسان په يوه سراچه موټر کې روان وو، چې د ګردېز اړوند په خطابه سيمه کې پر ډزو وېشتل شوي او ټول وژل شوي دي.

نوموړي زياته کړه:((نن شاوخوا يوه بجه زموږ سرتېري چې له دېخوا بېرته زرمت تلل، دوه تنه د ښځو په چادريو کې د سړک تر غاړې ناست وو، کله چې سراچه موټر هلته رسيږي، بريد پرې کوي او پنځه واړه شهيدانوي.))

تر اوسه ددولت وسله والو مخالفینو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د یو بل خبر له مخې، د کونړ سرپرست امنیه قوماندان سمونوال محمد یوسف مظلومظلومیار وایی چې تېره شپه افغان ملي او دفاعي ځواکونو د کونړ د سرکاڼو ولسوالۍ د ګلاپړۍ په سیمه کې چاڼیز عملیات پیل کړي دي.

هغه پژواک ته وویل په دغو عملیاتو کې د لشکر طیبه ډلې دوه وسله وال وژل شوي دي.

د نوموړي په وینا، د ولسمشر حکم يې عملي کړی او زیاتوي چې د کونړ په ټولو هغو سیمو کې چې وسله وال په کې شتون لري، عملیات به وکړي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.