د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د مشرانو جرګې د دفتر د رییس شرکت د کرکټ بورډ د قرارداد پيسې نه دي ورکړي

د مشرانو جرګې د دفتر د رییس شرکت د کرکټ بورډ د قرارداد پيسې نه دي ورکړي

May 13, 2020 - 15:22

کابل (پژواک، ۲۴ غویی ۹۹) : د افغانستان کرکټ بورد او د مشرانو جرګې د رییس دفتر د شرکت (مهه) ترمنځ د درې کاله پخواني شپږیزې لیګ د قرارداد د پیسو پر سر لانجه روانه ده.

د کرکټ دشپږیزې لیګ د ټکټ پلورنې او خدماتو د تړون دغه قرارداد د ۲۰۱۷ زیږدیز کال په اګست میاشت کې د افغانستان کرکټ بورډ د هغه وخت د مشر عاطف مشعل او د مهه شرکت MAIH Group د مشر ضیاء الرحمن ضیاء ترمنځ لاسلیک شوی و.

ددې قرارداد د لاسلیک په مراسمو کې د کرکټ بورډ اجراییوي رییس، عملیاتي رییس او له دواړو اړخونو نورو مسوولینو هم ګدون درلود.

هغه مهال د کرکټ بورډ له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلی و، چې د ۲۰۱۷ کال شپږیزه کرکټ لیګ د ټکټ پلورنې او خدماتو داوطلبي د مهه ګروپ په ۷ میلیونه او ۲۵۵۷۰۰ زره افغانیو ګټلې ده.

د یاد تړون له مخې به شرکت په ولایتونو او مرکز کې په پرمختللي سیستم د شپږیزه کرکټ لیګ مینه والو ته ټکټ پلورنې څانګې پرانیزي او د کابل په کرکټ لوبغالي کې به شاوخوا ۲۵۰ کسانو ته ډوډۍ برابروي.

پژواک اژانس ددغه قرارداد یوه کاپي ترلاسه کړې ، د قرارداد په یوه برخه کې راغلي، قراردادي مکلف دی چې د ټاکلو پیسو ۳۰ سلنه د ۲۰۱۷ کال د سپټمبر په ۱۲مې  او دویم قسط ۳۰ سلنه د همدې میاشتې په ۱۸مه، او وروستی ۴۰ سلنه قسط به د سپټمبر تر ۲۴مې کرکټ بورډ ته ورکوي.

خو د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ددرېیو کلونو تېرېدو سره هم لا تر اوسه پورې د مهه شرکت  یادې پيسې ورته نه دي ورکړي.

د کرکټ بورد مطبوعاتي دفتر پژواک اژانس ته وویل چې یاد شرکت له کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ سره د شوي تړون له مخې، د ۲۰۱۷ کال د شپږیزې کرکټ د ټکټونو د خرڅلاو پاتې شاوخوا ۹۵ زره ‌‌‌‌‌‌ډالر نه دي سپارلي.

سرچینې زیاته کړه، سره له دې چې دوی څو ځله د مهه ګروپ له مسوولینو سره د شپږیزې کرکټ لیګ مسوولینو او د  کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ مالي څانګې اړیکې نیولي او مکتوب یې هم وراستولی، خو د یاد شرکت مسوولین د کرکټ بور‌‌‌‌‌‌ډ پیسې نه ورکوي.

خو د مهه شرکت مشر ضیاء الرحمن ضیاء وایي ، دا چې د شوي قرارداد پر بنسټ د شپږیزې لیګ د امنیت ساتلو مسوولیت د افغانستان کرکټ بورډ پر غاړه اخیستو و، خو دوی ونه شواظ کړای چې امنیت یې وساتي.

هغه پژواک ته وویل چې د هغه کال د شپږیزې لیګ سیالیو پرمهال د افغانستان دښمنانو د کرکټ بورډ مخې ته ځانمرګی برید وکړ چې په کې یو شمطر هېوادوالو ته مرګ ژوبله هم واوښته.

ضیاء وایي، چې یاد برید د لوبې رواني حالت کاملاً ګډوډ کړ او دا برید د شپږیزې پر لوبو ناوړه اغېزه وښندله.

خو د هغه په وینا، تر یاد برید وروسته هم ټولې لوبې ترسره شوې او هیڅ لوبه ونه ځنډېدله.

ده زیاته کړه چې تر بریده وروسته د مهه شرکت د افغانستان کرکټ بورډ له رهبرۍ سره په مشوره وپتېله، ترڅو د ټکټونو پلورلو پروسه ودروي او خلک په وړیا توګه لوبغالي کې د لوبو نندارې ته ورشي.

د مهه شرکت مشر وایي چې دې پرېکړې ډېره ښه ګټه وکړه او هره ورځ ګڼ شمېر هېوادوال د لوبو نندارې ته راتلل چې د ځانمرګي برید له امله چې کومه ناوړه اغېزه شوې وه، هغه بېرته ښه شوه.

ضیاء الرحمن ضیاء وویل چې شرکت یې په نورو ورځو کې هم د سختو امنیتي ګواښونو او ننګونو له امله ونه شو کړای چې ټکټونه وپلوري ، د ټکټ پلورونکو مسوولین یې پولیسو ځورول او په امنیتي حوزو کې یې بندیانول او له دې څخه یې د کرکټ بورډ مسوولین هم په جریان کې کړي وو.

د هغه په وینا، دا چې د شوي قرارداد پر بنسټ باید دوی د افغانستان کرکټ بورډ ته اووه میلونه، دوه سوه پنځه پنځوس زره او اووه سوه افغانۍ په هغه صورت کې ورکړې وای، چې د افغانستان کرکټ بورډ د امنیت ټینګولو په تړاو خپل مسوولیت ترسره کړی وای.

ده زیاته کړه : (( په شوي قرارداد کې د ذکر شویو موادو پر بنسټ موږ هم ونه شوای کولاي چې په ټاکل شوي وخت ټکټونه وپلورو، ترڅو د افغانستان کرکټ بورډ ته یادې پیسي ورکړو.))

د کرکټ بورډ او مهه ګروپ ترمنځ د شوي قرارداد دویمې پاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي : (( په هغه صورت کې چې د شپږیزې لیګ لوبې د امنیتي ملحوظاتو له امله د کرکټ بورډ له خوا لغوه شي، نو قراردادي شرکت مکلف نه دی چې پيسې ورکړي.))

خو په دې برخه کې د ټول لیګ د فسخ او لغوه کېدو یادونه شوې، نه د یوې یا دوو لوبو د فسخ کېدو.

د مهه ګروپ مشر وایي چې تر یاد ځانمرګي بریده وروسته د امنیتي ګواښونو له امله مینه وال د کرکټ نندارې ته نه راتلل چې له امله یې دوی ونه شوای کړای چې ټکټونه وپلوري .

ضیاء وایي، د قرارداد په یوه برخه کې راغلي : (( په هغه صورت کې چې د لیګ کومه لوبه تر امنیتي اغېز او ګواښ لاندې راشي، نو ستونزه د طرفینو له خوا حل او فصل کیږي.))

د هغه په وینا، کله چې لیګ پای ته ورسېد، ددواړو لوریو مشرتابه ټول مسایل له نږدې وڅېړل او تر هر اړخیز بحث وروسته د مهه شرکت دوه میلیونه افغانۍ کرکټ بورډ ته ورکړې او ددوی مسوولیت پای ومونده.

ده زیاته کړه، دا چې اوس کرکټ بورډ دوه نیم کاله وروسته یاده موضوع بیا رانیولې، نو هغوی له حقوقي ستونزو سره مخامخ دي چې نه شي کولی قراردادونه له حقوقي پلوه وارزوي .

د افغانستان کرکټ بورډ وایي چې ځانمرګی برید د سیالیو په درېیمه یا څلورمه ورځ ترسره شو او په ټول لیګ کې یواځې دوه ورځې چې یوه یې جمعه وه ټکټونه نه دي پلورل شوي.

که څه هم کرکټ بورډ پژواک ته د ټکټونو د نرخونو په اړه څه نه دي ویلي، خو پژواک له نورو سرچینو موندلې چې یاد شرکت ټکټونه په ۱۰۰ افغانۍ او ۲۰۰ افغانۍ پلورل.

د افغانستان کرکټ بورډ د بازارموندنې او رسنیو پخوانی رییس محمد عزیز غروال وایي چې د ۲۰۱۷ شپږیزې لیګ پر مهال د ځانمرګي برید له امله یواځې دوه ورځې ټکټونه خرڅ نه شول.

هغه پژواک اژانس ته وویل چې ټکټونه له سلو افغانیو تر دریېو سوو افغانیو پورې خرڅ شوي وو.

غروال وایي، که چیرې کرکټ بورد او شرکت ترمنځ د امنیت پر موضوع کومه جوړ جاړی کړی وي، نو جلا خبره ده، خو ټکټونه له یوې ورځې پرته هره ورځ خرڅ شوي وو.

ده زیاته کړه، شرکت دې د هغو ورځو چې ټکټونه نه دي خرڅ شوي، پيسې وګرځوي او پاتې د کرکټ بورډ حق جوړیږي، چې باید ورکړل شي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan