جلال اباد (پژواک، ۲۴ غويی ۹۹): د ننګرهار لعلپورې ولسوالۍ کې ناپېژانده کسانو پر يوې قومي جرګې لاسي بم غورځولی چې له امله يې د جرګې ۱۲ ګډونوال ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، په ټپيانو کې قومي مشران او نور ملکي وګړي شامل دي.
د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د غويي په ۲۴ مه پژواک اژانس ته وويل چې پرون تر روژه ماتي وروسته د لعلپورې ولسوالۍ چکنور سيمه کې يو شمېر قومي مشران او د سيمې اوسېدونکي په يوې قومي موضوع جرګه شوي وو چې نا پېژاندو کسانو پرې لاسي بم غورځولی دی.
دی وايي، په چاودنه کې د جرګې دوولس ګډونوال ټپيان شوي چې ډېر يې قومي مشران دي.
د نوموړي په وينا، د پېښې ټپيان د درملنې په موخه روغتون ته انتقال شوي چې د ډېرو روغتیایي وضعيت د ډاډ وړ دی.
د سيمې يوه اوسېدونکي شاه محمد هم پژواک ته وويل چې په پېښه کې ټپيان ډېری سپين ږيري او مشران وو چې د ځايي خلکو له خوا روغتون ته انتقال شول.
د چاودنې مسووليت چا نه دی منلی.
د یادونې ده چې پرون ددغه ولایت په کوز کونړولسوالۍ کې په جنازه کې د ځانمرګي برید له امله له سلو زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن