ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې هم د ۲۴ میلیونه افغانیو په لګښت کرنیزې پروژې پیل شوې

author avatar
14 May 2020 - 15:52
author avatar
14 May 2020 - 15:52

ترینکوټ ( پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): د اروزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې د کرنې وزارت له خوا ۵۹ کوچنۍ سړې خونې جوړېږي چې کروندګر به په کې خپل محصولات ساتي.

د سړو خونو بسنت ډبرې ایښودو پرمهال د اروزګان والي اسدالله سعید وویل، د اروزګان کروندګر به له یادو خونو څخه د خپلو محصولاتو د ساتلو برخه کې کار اخلي او بیا به یې له اړتیا سره سم مارکېټونو ته وړاندې کوي.

هغه زیاته کړه، دا چې هېواد کې د کرونا له امله لوی او کوچنۍ سوداګریزې لارې تړل شوې دي، نو ځایي کروندګر به خپل کرنیز محصولات همدلته ساتي، ترڅو له یوې خوا له زیان سره مخ نه وي او بلخوا له اړتیا سره سم یې مارکېټونو ته وړاندې کړي.

د اروزګان د کرنې ریاست مشر احمدشاه خیري وایي، په ټولو جوړېدونکو ۵۹ سړو خونو ۲۴ میلیونه افغانۍ لګښت راځي چې د ماليې وزارت له خوا ورکول کیږي.

خیري وویل، دغه خونې چې نهه په څلور کې جوړیږي، ډېر ژر به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

کروندګر هم خوښ دي، چې کرنیزو محصولاتو او په ځانګړې توګه د سبزیجاتو ساتلو لپاره ورته سړې خوني جوړېږي.

د ترینکوټ یوتن کروندګر سیدالرحیم وایي، ددوی د حاصلاتو پرمهال د توکو بیې دومره ټیټیږي چې هرکال له زیان سره مخ وي.

هغه وایې، د سړې خونو په جوړېدو سره به هغوی سبزیجات همدلته ساتي او وروسته به یې مارکېټونو ته وړاندې کوي.

د یادونې ده چې د ولسمشر له خوا په ټول هېواد کې د څه دپاسه ۱۳ میلیارده افغانیو په لګښت کرنیزه طرحه جوړه او اوس یې عملي چارې پیل شوې دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.