کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) د بې پولې ډاکترانو نړیوال سازمان د کابل د دشت برچې پر ولادي او نسایي سل بستریز روغتون برید غندلی ، خو هلته یې خپل فعالیت ځنډولی دی.
درېیو وسله والو وړمه ورځ پر دغه روغتون برید کړی و، چې د ښځو ،ماشومانو او نرسانو په ګډون ۲۵ تنه په کې ووژل شول او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.
ددغه روغتون د نسایي او ولادي برخه یا زیږنتون د بې پولې ډاکټرانو نړیوال سازمان له خوا پر مخ وړل کیږي.
دغه سازمان د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي: "اوسمهال د دشت برچې په زېږنتون کې طبي فعالیتونه ځنډول شوي، اوس د سیمې خلک په کمه کچه ولادي مراقبتونو ته لاس رسی لري. ناروغان تخلیه شوي او شاوخوا روغتونونو ته لېږدول شوي دي".
د بې پولې ډاکترانو سازمان ویلي چې ددې سازمان یو کارکوونکی هم د وژل شویو کسانو په ډله کې دی.
په خبرپاڼه کې راغلي : "د زیاتې ګډوډۍ سربېره زموږ روغتیایي ډلې هڅه کړې چې نوي زېږېدلي ماشومان په روغتون کې معاینه او د ناروغانو او ټپیانو ښه مراقبت وکړي او په دې پېښه کې د زیانمن شویو کارکوونکو روحي پالنه او د نورو مصیبت ځپلو لازم ملاتړ وکړي".
په خبرپاڼه کې دا هم ویل شوي چې د بریدګرو او افغان ځواکونو ترمنځ د ډزو پر مهال په روغتون کې یو ماشوم وزیږېد او اوس د هغه او د هغه د مور روغتیاي وضعیت د ډاډ وړ دی.
پر دغه روغتون برید په ملي او نړیواله کچه سخت غندل شوی دی.
ولسمشر اشرف غني چې تېره شپه یې له دغه روغتون څخه لیدنه کړې د روغتون د ژر تر ژره ترمیم امر یې کړی دی.
ددغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو حکومت و ایي چې طالبان دا ډول بریدونو ته زمینه برابروي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن