کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : د افغانستان حکومت وایي چې د طالبانو د بندیانو د خوشې کولو په تړاو کومه موافقه او مکلفيت نه لري .
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل د غویي په ۲۵مه، په یوه ویډیو کې ویلي، تر هغه چې طالبان زر تنه افغان امنیتي ځواکونه چې له هغوی سره بندیان دي، خوشې نه کړي افغان حکومت به هم د طالبانو پاتې بندیان خوشې نه کړي.
هغه زیاته کړه، وسله وال طالبان په قصدي ډول غواړي چې له افغان حکومت سره د زندانیانو د تبادلې بهیر له ځنډ او د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخامخ کړي.
دی وایي: "تر هغو چې طالبانو زموږ ټول زندانیان خوشې کړي نه وي، موږ اړ نه یو چې له دومره تاوتریخوالي سره سره د طالبانو زندانیان خوشې کړو، په دې اړه موږ نه کوم توافق لرو نه هم مکلفیت لرو".
له دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي و چې افغان حکومت تر اوسه ۱۰۰۰ طالب بندیان آزاد کړي او په مقابل کې یې طالبانو ۱۷۱ بندیان خوشې کړي چې له دې شمېرې ۱۰۵ تنه یې د افغان ځواکونو منسوبین دي.
خو طالبانو اعلان کړی چې د حکومت ۲۶۸ بندیان یې خوشې کړي او حکومت یې پر ناغېړۍ تورن کړی دی.
افغان حکومت د زندانیانو د تبادلې په تړاو دا دریځ وروسته له هغه غوړه کړی چې په تېرو درېیو ورځو کې د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې خونړي بریدونه ترسره شول.
په افغانستان کې د تاوتریخوالي کمول او د افغان حکومت له خوا د ۵۰۰۰ طالب بندیانو او د طالبانو په بند کې د ۱۰۰۰ زندانیانو خوشې کول د امریکا – طالبانو د سولې د تړون مهمې برخې دي.
د افغانستان جمهور رئیس د سولې پروسې کې د پرمختګ او کروناویروس سره د مبارزې په موخه د تېر لمریز کال د کب په ۲۰مه د طالب بندیانو د خوشې کولو فرمان صادر کړ.
د دغه فرمان له مخې ټاکل شوې وه چې په لومړي پړاو کې ۱۵۰۰ طالب بندیان د افغان حکومت له زندانونو څخه آزاد شي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن