ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

درې لسیزې وروسته مزار کې د غوړیو د تولید فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

درې لسیزې وروسته مزار کې د غوړیو د تولید فابریکې بیا فعالیت پیل کړ

author avatar
14 May 2020 - 11:04
درې لسیزې وروسته مزار کې د غوړیو د تولید فابریکې بیا فعالیت پیل کړ
author avatar
14 May 2020 - 11:04

کابل (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹) : له شاوخوا درې لسيزو ځنډ وروسته مزارشریف کې د نباتي غوړيو د توليد دولتي فابرېکې يو ځل بيا فعاليت پيل کړ.

  دغه فابريکه دمګړۍ په ۲۴ ساعتونو کې له پنبه دانې څخه ۸ ټنه غوړي توليدوي؛ خو چارواکي وايي، چې هڅه کوي څو د نباتي سرچينو په موندلو سره د توليد دغه کچه ۱۵۰ ټنه غوړيو ته لوړه کړي.

د افغانستان د ماليې سرپرست وزير عبدالهادي ارغنديوال د چهارشنبې په ماښام مزارشريف کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکې د پرانيستلو په مراسمو کې وويل، چې حکومت هڅه کوي څو په نورو ولايتونو کې هم د اقتصادي ځان بساينې په موخه دا ډول فابريکې فعالې کړي.

 هغه زياته کړه، چې مزار کې د نباتي غوړيو د توليد فعاله شوې فابريکه به دمګړۍ په ۲۴ ساعتونو کې د ۸ ټنه غوړيو د توليد ظرفيت ولري.

د ارغنديوال په خبره، حکومت هڅه کوي څو د نباتي سرچينو په موندلو سره د توليد دغه کچه تر ۱۵۰ ټنه غوړيو توليد پورې لوړه کړي.

نوموړي له خصوصي سکتور څخه هم غوښتنه وکړه، چې په هېواد کې پر بنسټيزو پروژو پانګونه وکړي.

د هغه په وينا، افغانستان کرنيز هېواد دی او د دا ډول فابريکو په جوړېدو سره به د توليد او مصرف لړۍ کور دننه ترسره کېږي.

د ماليې وزير له ازبکستان هېواد څخه هم مننه وکړه، چې د غوړيو د دغې فابريکې د بيا فعالولو په برخه کې يې همکاري کړې.

د ازبکستان سفير يادګار خواجه شادمانوف په خپلو خبرو کې د ازبکستان او افغانستان پر دوه اړخيزو اقتصادي همکاريو ټينګار وکړ.

هغه وويل، چې د دغې فابريکې په فعاليت سره به په لومړي ګام کې د شمال زون خلکو لپاره د باکيفيته نباتي غوړيو د برابرېدو لړۍ په رسمي ډول پيل شي.

نوموړي خوښي وښوده، چې د افغانستان او ازبکستان دوه اړخيزې همکارۍ ور تر بلې د پراخېدو په حال کې دي.

د ازبکستان سفير وويل، چې هېواد يې بلخ او کندوز کې د نباتي غوړيو د توليد فابريکو د مډرنو تجهيزاتو په برابرولو کې بشپړه همکاري کړې ده.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.