ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندوز او لغمان کې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز او لغمان کې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

author avatar
14 May 2020 - 13:23
کندوز او لغمان کې ۱۳ پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
author avatar
14 May 2020 - 13:23

کندوز، جلال اباد (پژواک، ۲۵ غویی ۹۹): په کندوز او لغمان ولایتونو کې ۱۳ پولیسو ته امنیتي پېښو کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د کندوز یوې امنیتي سرچینې چې د نوم له اخیستو یې ډډه کوله، د غویي په ۲۵مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې وسله والو طالبانو تېره شپه په خان اباد ولسوالۍ کې پر امنیتي پوستو بریدونه کړي وو.

هغه زیاته کړه چې په دغو بریدونو کې پنځه پولیس وژل شوي، ۶ نور ټپیان شوي او دوه مخالفینو ژوندي وړي دي.

د کندوز د امنیې قوماندانۍ ویاند هجرت الله اکبري پژواک ته وویل چې په دې نښته کې درې پولیس وژل شوي او درې نور ژوبل دي.

د نوموړي په وینا، دغه راز پنځه وسله وال هم وژل شوي او درې ټپیان دي.

د یو بل خبر له مخې، د لغمان په مرکز کې چاودنې د عامه نظم دوه سرتېري وژلي دي.

د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي پژواک اژانس ته وويل، پرون مازديګر ناوخته شاوخوا څلور نيمې بجې د مرکز مهترلام ښار اړوند په حکیم اباد سيمه کې د عامه نظم پر دوو سرتېرو باندې هغه مهال چاودنه وشوه چې دوی پوستې ته اوبه پورته کولې.

دی وايي، له پېښې وروسته هغه مهال چې نورو سرتېرو د دغو سرتېرو جسدونه انتقالول، بله چاودنه هم شوې خو چاته يې زيان نه دی اړولې.

د چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

د يو بل خبر له مخې، د لغمان امنیې قوماندانۍ اړوند د پولیسو لومړۍ حوزې يو سرتېرى له خلکو سره د ناسم چلند په تور د ږ قوماندانۍکشفي او استخباراتي ادارو ته ور وپېژندل شو.

د والي وياند پژواک ته وويل، تېره ورځ د لغمان مرکز مهترلام ښار د پولیسو لومړۍ حوزې یو سرتېرى چې په ښار کې د ښاري نظم په موخه له نورو سرتېرو سره د دندي پر مهال له یوه موټر چلوونکي سره لفظي شخړه کړې چې ويډيو يې په خواله رسنیو کې لاس په لاس شوې وه.

دی وايي، امنيتي مسوولينو د دې ويډيو له ليدو وروسته ياد سرتېرى د پېښې څېړنې په موخه امنیې قوماندانۍ داخلي امنیت ته ور وپېژندل شو.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.