ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

حکومت: سوله لومړیتوب دی، خو د خلکو د امنیت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو

حکومت: سوله لومړیتوب دی، خو د خلکو د امنیت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو

author avatar
15 May 2020 - 11:32
حکومت: سوله لومړیتوب دی، خو د خلکو د امنیت لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلو
author avatar
15 May 2020 - 11:32

کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت وایي، سوله دافغان دولت لومړیتوب دی، خو په ورته وخت کې د خپلو خلکو او هېواد د امنیت او دفاع په لاره کې له ټولو امکاناتو کاراخلي.

ولسمشر اشرف غني د کابل او ننګرهار له بریدونو وروسته د وسله والو طالبانو پر ضد د یرغلیزو عملیاتو امر وکړ، تراوسه ملي دفاعي ځواکونه د سولې د پروسې له امله په دفاعي حال کې وو.

د ولسمشر تر یادې پرېکړې وروسته د روسیې د بهرنیو چارو وزارت استازي ضمیر کابلوف دا پرېکړه وغندله او ادعا یې وکړه چې دا د سولې پروسه زیانمنوي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې د روسیې د حکومت د یاد دریځ په اړه غبرګون ښودل شوی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي، وروستي ترهګریز بریدونه د افغانستان د خلکو د ټولې نړۍ له خوا وغندل شول او سخت غبرګون یې وښوده، طبيعي خبره ده چې تر دا ډول بریدونو وروسته د افغانستان دولت د خپلو خلکو د امنیت ساتلو او د دا ډول بریدونو د مخنیوي، په ځانګړې توګه د هغو ترهګریزو ډلو پر وړاندې خپل مشروع دفاعي موقف اعلان کړی چې ددې پېښو مسوولیت اخلي.

سرچینې زیاته کړې، حقیقت دا دی چې د افغانستان دولت د دوامداره سولې راوستلو په لار کې خپلې ټولې هڅې ترسره کړي او ادامه ورکوي، په دې وروستیو کې نړۍ د کرونا له ناورین سره مخ ده، افغان دولت د یوه نوښت په ترڅ کې د سولې درې ماده ییز پلان مطرح کړ.

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، په دې پلان کې د کرونا د ناورین پر مهال د بشري اوربند ټینګښت، د بین الافغاني خبرو بېړنی پیل او په عین وخت کې د دواړو لورو له خوا د بندیانو خلاصون په وضاحت سره مطرح شو.

سرچینې زیاته کړې، دا وړاندیز نه یوازې له طالبانو سره نه، بلکې له ټولو ګاونډیو هېوادونو، د سیمې او د نړۍ په کچه له ټولو همکارانو سره شریک شو، له دې وړاندیز څخه ګاونډیو، سیمې او نړۍ په کچه ټولو همکارانو خپل غوڅ ملاتړ وکړ، خو طالبانو تر دې مهاله هیڅ ډول مثبت ځواب نه دی ورکړی.

افغان حکومت ویلي، که چیرې طالبانو دا ډول وړاندیز منلی وای، نو ددې ډول بریدونو چې مسوول یې هر څوک وي، مخنیوی ممکن کېدای شوای.

په خبرپاڼه کې راغلي : ((موږ یوځل بیا پر خپلو سیمه ییزو او نړیوالو همکارانو غږ کوو، چې د سولې له دې وړاندیز څخه خپل ملاتړ په ډاګه کړي او طالبان وهڅوي، ترڅو د سولې له بهیر سره ملګري شي. ))

د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دا ټولو ته جوته ده، هغه لوری چې دې وړاندیز ته یې تراوسه مثبت ځواب نه دی ویلی، باید ددې مسوولیت واخلي چې ولې د سولې پرمختګ نه شي کېدلی.

سرچینې ویلي، سوله دافغان دولت لومړیتوب دی، خو په ورته وخت کې د خپلو خلکو او هېواد د امنیت او دفاع په لاره  کې له ټولو امکاناتو کار اخلي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.