کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹): د ملي دفاع وزارت وایي چې د هېواد هوایي ځواکونو په ځینو ولایتونو کې د عملیاتو پر مهال لسګونه وسله طالبان وژلي دي.
د یاد وزارت له خوا د غویي په ۲۶مه په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه هوایي بریدونه په اروزګان، کندهار، پکتیکا او غزني ولایتونو کې شوي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي، د اروزګان د مرکز ترینکوټ په چیتو سیمه کې هوایي برید ترسره شوی چې په ترڅ کې یې ۱۰ وسله وال طالبان وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.
دغه راز سرچینې زیاته کړې چې د کندهار د میوند ولسوالۍ په خالزار سیمه کې هم هوایي برید کې ۱۵ هغه سله وال طالبان چې هلته یې د برید پلان جوړاوه، وژل شوي دي.
د ملي دفاع وزارت دغه راز وایي چې د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د جګړې پر مهال ۱۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي. سرچینه زیاتوي چې په دې جګړه کې دوو پاڅونوالو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده. په خبرپاڼه کې راغلي چې د پکتیا په ځاځي اریوب ولسوال کې پر طالبانو خپل ماین چاودېدلی، دوه کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی. سرچینې دغه راز ویلي چې د هرات په پښونکوټ ولسوالۍ کې د هوایي برید پر مهال ۷ طالبان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
وسله والو طالبانو د دغو بریدونو په اړه څه نه دي ویلي، خو هغوی هم په ځینو سیمو کې د ګڼ شمېر دولتي سرتېرو وژل کېدو خبر ورکړی دی.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر دوه ورځې مخکې د طالبانو پر ضد دیرغلیزو عملیاتو پیلولو امر کړی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن