کابل (پژواک، ۲۶ غویی ۹۹) : د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې افغانان باید نور خپل هېواد په خپله وساتي.
هغه چې پرون یې له خبریالانو سره خبرې کولې، د افغانستان د وروستیو بریدونو په تړاو ددې پوښتنې چې دا به د سولې پروسه اغېزمنه کړي ویلي : “نه پوهېږم، وبه وینو چې څه پېښیږي. داسې څه مې نه دي اورېدلي.”
ټرمپ زیاته کړې، د امریکا متحده ایالتونه له اوږدې مودې راهیسې په افغانستان کې د پولیسو رول لوبوي.
هغه د خپل هېواد د لانجې د حل لپاره د افغانانو پر مسوولیت ټینګار وکړ او ویې ویل چې افغانان باید نور وکړای شي چې خپل هېواد په خپله وساتي او د خپل هېواد د ساتنې وړتیا ولري.
د افغانستان د وروستیو بریدونو په اړه د امریکا دفاع وزیر مارک اسپرپه ټویټر کې د دغو بریدونو له غندلو سره ویلي، امریکا په افغانستان کې د “دوامداره سولې” ټینګېدو ته ژمنه ده او د خپلو افغان شریکانو تر څنګ به ودرېږي.
د کابل دشت برچي کې پر زېږنتون برید کې د نویو زېږېدلو ماشومانو او میندو په ګډون ١۶ کسان وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.
په همدغه ورځ په ننګرهار کې د سیمه ییزو پولیسو د یوه پخواني قوماندان د جنازې پر مراسمو په ځانمرګي برید کې ۳۲ تنه ووژل شول او ۱۳۳ تنه نور ټپیان شول.
که څه هم طالبانو په دغو بریدونو کې لاس لرل رد کړي، خو افغان حکومت وایي چې نورو ترهګرو ډلوته هم طالبانو د فعالیت زمینه برابره کړې ده.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن