ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بغلان کې ٣۵۵ سړې خونې جوړيږي

بغلان کې ٣۵۵ سړې خونې جوړيږي

author avatar
16 May 2020 - 16:16
بغلان کې ٣۵۵ سړې خونې جوړيږي
author avatar
16 May 2020 - 16:16

پلخمري (پژواک، ٢٧ غويی ٩٩): په بغلان کې د څه باندې دوه سوه ميليونه افغانيو په لګښت د سړو خونو جوړولو او د ميوو د وچولو پروژې پلې کيږي.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د بغلان د کرنې رييس عبدالغياث صديقي وويل چې په دغه ولايت کې د ٢٠٢ ميليونه افغانيو په لګښت سړې خونې او د ميوو د وچولو پروژې پلې کيږي.

هغه وويل چې په دغو پروژو کې ٣٥٥ سړې خونې او ٧٥ د ميوو د وچولو پروژې شاملې دي چې په راتلوونکو څو مياشتو کې به يې د جوړېدو چارې بشپړې شي.

د نوموړي په وينا، په دغو سړو خونو کې به پياز، کچالو، ميوه، مميز او نور توکي ساتل کيږي.

په دغه غونډه کې د دوشي ولسوالۍ يو تن بزګر محمد اصغر وويل چې بغلان يو کرنيز ولايت دى خو دغې برخې ته يې اړينه پاملرنه نه ده شوې.

هغه د يادو سړوخونو پر جوړېدو خوښي وښوده او ويې ويل چې د دغو خونو په جوړېدو سره به د دوى د حاصلاتو د ساتلو زمينه برابره شي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سړو خونو د جوړېدو چارې پيل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.