کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د قطر په تړون کې پر افغان ځواکونو د بریدونو نه کولو یادونه نه ده شوې.
خلیلزاد دا څرګندونې پرون د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې د ویډیو کنفرانس له لارې خبریالانو ته کړې دي .
هغه زیاته کړې، د قطر په تړون کې د طالبانو له خوا پر افغان سرتېرو د بریدونو نه کولو ځانګړې غوښتنه نه ده شوې .
خلیلزاد ویلي، وسله والو طالبانو د تاوتریخوالي د کمولو ژمنه کړې"خو د {دوحې} هوکړې په ځانګړي ډول له طالبانو څخه نه دي غوښتي چې پر افغان سرتېرو بریدونه ونه کړي."
د هغه په وینا، خو بیا هم طالبانو له زیاتو بریدونو سره د تړون روح نقض کیږي.
د افغانستان د ملي امنیت ریاست د معلوماتو په اساس، دقطر د تړون له لاسلیک وروسته په تېرو دوه نیمو میاشتو کې طالبانو په افغانستان کې ۳۷۱۲ بریدونه کړي چې پرمهال یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو په ګډون ۴۶۹ ملکي وګړي وژل شوي او ۹۴۸ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خلیلزاد دا هم ویلي چې "طالبان هم د سوریې په څېر د یو نه پای ته رسېدونکي جنګ غوښتونکي نه دي او د افغانستان حکومت هم له سیاسي لارې د دغې معضلې د هواري غوښتونکی دی."
د هغه په وینا، له طالبانو څخه د امریکا متحده ایالاتو کلیدي او لومړۍ درجه غوښتنه داده چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
ده زیاته کړې، غوره ده چې بین الافغاني مذاکرات ډېر ژر تر هغه وخته پيل شي چې د افغانستان په سوېل کې د پام وړ امریکايي سرتېري حضور ولري.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا حکومت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي چې د افغانانو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره د یوې نېټې پر ټاکلو بحث روان دی.
هغه ویلي، دا به ډېره ښه وي چې د افغانانو ترمنځ د سولې خبرې په داسې وخت کې پيل شي چې لا زیات شمېر امریکايي ځواکونه په افغانستان کې دي. خو نوموړي دا ونه ویل چې د خبرو د پيل لپاره کومه مشخصه یا کومې نېټې تر غور لاندې دي.
خلیلزاد همداراز ویلي چې ډېر ژر به د دې لپاره چې د تشدد د کمېدو او د بندیانو د ازادۍ لړۍ ګړندۍ شي، سفر پیل کړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن