کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹) : د ملي امنیت شورا وایي چې وسله والو طالبانو په روژې میاشت کې خپل بریدونه زیات کړي او په درېیمه اوونۍ کې یې هم نږدې ۳۰۰ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل چې د غویي په ۲۷مه، یې د حکومت د رسنیو په مرکز کې خبري غونډې ته وینا کوله، وویل چې طالبانو په روژې میاشت کې خپل بریدونه ۳۰۰ سلنه زیات کړي دي.
هغه زیاته کړې چې د روژې په درېیمه اوونۍ کې هم دوی پر ملکي وګړو بریدونه کړي چې ۷۹ تنه یې وژلي او ۲۱۸ تنه نور یې ټپیان کړي دي.
د فیصل په وینا، وسله والو طالبانو ملکي وګړو ته دغه مرګ ژوبله د هېواد په ۲۱ ولایتونو کې اړولې ده.
د ملي امنیت شورا ویاند وایي چې طالبان، داعش او نورې ترهګرې ډلې چې په هېواد کې فعالیت کوي، له یو بل سره هیڅ ډول توپیر نه لري، دوی په ګډه د افغانستان د خلکو پر ضد بریدونه کوي.
جاوید فیصل وایي، د افغانستان حکومت له خپلو نړیوالو متحدینو هیله لري ، څو هغو ترهګرو ته چې هره ورځ پر ملکي وګړو بریدونه کوي، برائت ورنه کړي.
د هغه په وینا، د ترهګرو ترمنځ د ښه او بد توپیر باید ونه شي ، دوی د افغانستان د خلکو قاتلین دي ، پر ښخو، ماشومانو، ځوانانو او سپين ږیرو هیڅ ډول رحم نه کوي.
د ملي امنیت شورا د معلوماتو له مخې، طالبانو د روژې په لومړيو دوو اوونیو کې هم لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
وسله و الو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو مخکې یې دا ډول ادعاوې رد کړې دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن