ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او بیا مېشتولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه

د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او بیا مېشتولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه

author avatar
16 May 2020 - 20:59
د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او بیا مېشتولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه
author avatar
16 May 2020 - 20:59

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹): د ښاري پراختیا عالي شورا د استملاک چارو او د بیا مېشت کولو وړتیا جوړولو طرحه تصویب کړه او ولسمشر په دغه غونډه کې د ځمکې د قېمت ټاکلو، د هغه د طبقه بندۍ او د زیانمنو او ګټه اخیستونکو کسانو لپاره د یو دستورالعمل په جوړولو ټینګار وکړ.

له ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ښاري پراختیا عالي شورا غونډه د ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ، نن له غرمې مخکې په ارګ کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د غونډې په پیل کې، د ښارجوړولو او ځمکو وزارت سرپرست جواد پیکار وویل چې، په تېرو پنځو کلونو کې د استملاک چارو او د بیا مېشتولو ظرفیت جوړولو په طرحې کار شوی، د هغه ستراتېژي ترتیب شوې او په تېرو دوو کلونو کې یې قوانین، مقررات او تشکیلاتي جوړښتونه جوړ شوي، ترڅو د ځمکو د متقاضیانو او دولت ترمنځ یوه اړیکه رامنځته شي.

سرچینه لیکي چې وروسته د ښارجوړولو او ځمکو وزارت د ځمکولۍ معین ګل رحمان توتاخېل، یاده طرحه غونډې ته وړاندې کړه او د استملاک پروسې د عمده فعالیتونو، د استملاک حکومتولۍ، ظرفیت جوړونې، اړتیا وړ بودجې، د اړوندو ادارو همغږۍ، د استملاک تطبیقي پلان، بیا مېشتولو او د ادارې د تشکیلاتي جوړښت په اړه یې معلومات وړاندې کړل.

هغه زیاته کړه:«موږ د استملاک پروسې هره برخه په قانوني ډول بشپړه کړې او د هغې د ستونزو د له منځه وړو لپاره مو کار کړی ، ځکه استملاک د حقوقي، تخنیکي او ټولنیزو پروسو له نظره یوه پېچلې پروسه ده.»

توتاخېل ویلي چې په یاده طرحه کې محدودیتونه واضح دي او د حل لارو وړاندوینه هم شوې ده، ترڅو پروژې په ټاکلي وخت تطبیق شي.

وروسته د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش ویلی چې په تېرو پنځو کلونو کې د ځمکو په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، په دې برخه کې قوانین اصلاح شوي، مقررات او تشکیلات جوړ شوي، خو د تطبیق په برخه کې باید لا زیات کارونه ترسره شي.

د ده په وینا، د استملاک ادارې ته باید صلاحیت، تشکیل او کافي بودجه ورکړل شي او همداراز د دې ادارې لپاره باید یوه مقرره او د دندو لایحه هم ترتیب شي او د تصویب لپاره کابینې ته وړاندې شي.

وروسته د اقتصادي او سوداګرۍ پراختیا او بېوزلۍ کمولو په چارو کې د ولسمشر ځانګړي استازي محمد یوسف غضنفر ویلي چې بیه معلومول په استملاک کې یوه عمده ستونزه ده او د پروژو تر تطبیق وړاندې باید ځمکه او د هغې قېمت مشخص شي.

ولسمشر غني په دغه ناسته کې ویلي چې ،اصلي ستونزه په استملاک کې نه ده، بلکې په تفصیلي ډيزاین کې ده او باید ټولې لویې ملي پروژې د اقتصاد عالي شورا کې تائید شي.

د هغه په وینا، په هره لویه ملي پروژه کې باید د خلکو ګټه او سهم په نظر کې ونیول شي او همداراز د هرې پروژې واضح طبقه بندي دې موجوده وي.

ده زیاته کړې چې په استملاک کې باید کیفیت ته پر کمیت ترجیح ورکړل شي، تخنیکي ظرفیت مهم دی، د دې لپاره چې ملي پروژې لازم تفصیلي ظرفیت نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.