د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

غني: ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي

غني: ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي

May 16, 2020 - 15:02

کابل (پژواک، ۲۷غویی ۹۹): ولسمشرغني د ایران پر پوله سیند ته د افغانانو غورځولو موضوع پر جدي څېړنې ټینګار وکړ، ویې ویل چې ایران ته د تګ راتګ شرایط باید لا اصولي او قانوني شي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن د ایران د سرحدي ځواکونو له خوا سیند ته د افغانانو د غورځولو د څېړنو لپاره د ګومارل شوي پلاوي له مشر محمد حمید طهماسي او د هرات له والي سید عبدالوحید قتالي سره د ویډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، طهماسي ویلي چې په یاده پېښه کې له  ۴۶افغانانو څخه ۱۲ تنو ژوند له لاسه ورکړی، ۱۷ تنه ورک دي او ۱۷ نور ژغورل شوي او دغه کسان د هرات او فاریاب ولایتونو اوسېدونکي دي.

د هغه په وینا، پېښه او د هغې اړوند ټول اسناد، مدارک، شواهد، ویډیوګانې، عکسونه، د متضررینو اقرار له تخنیکي، مسلکي او حقوقي پلوه او همدارنګه د بین المللي اسنادو، کنوانسیونو، لایحو او پرېکړو له مخې ارزول شوي او ایراني لوري سره یې هم په دې اړه غونډې او بحثونه کړي او لا هم دوام لري.

د خبرپاڼې له مخې، د هرات والي ویلي چې د ولسمشر له هدایت سره سم یې د ځمکو قباله له ښاروالۍ سره د پړاوونو له بشپړولو وروسته اړوندو کورنیو ته سپارلې او همدارنګه برابرې شوې نغدي مرستې او د خوراکي توکو بستې هم اړوندو کورنیو ته رسېدلې دي.

ولسمشرغني ویلی چې دغه موضوع به له بین المللي اصولو او قوانینو سره سم تعقیب شي او د بهرنیو چارو وزارت او د ملي امنیت شورا دفتر به د موضوع د ټولو اړخونو د څېړلو ترڅنګ ایران ته د تګ راتګ شرایط لا اصولي، قانوني او د وړاندوېنې وړ کړي.

ده د پاسپورټونو د وېش په برخه کې د ډېرواسانتیاوو پر رامنځته کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چې هېواد کې د ننه خلکو ته د کارموندنې او د فقر له منځه وړو په برخه کې یو لړ پروژې تر کار لاندې دي.

ولسمشر هیله څرګند کړې په هغو اساسي او اصولي اقداماتو سره چې تر لاس لاندې دي د افغانستان او ایران تر منځ د دغسې پېښو مخنیوی وشي او همدارنګه یې مسوولینو ته لارښوونه کړې چې د دغې پېښې د شهیدانو او متضررینو کورنیو ته لا ډېره رسېدنه وکړي.

نښه: 

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan