قطر کې ایسار ۳۱۴ افغانان به نن هېواد ته را ورسېږي

کابل (پژواک، ۲۷ غویی ۹۹): نن له قطر څخه هغه ۳۱۴ افغانان په وړیا ډول د قطر په یوه الوتکه کې هېواد ته را لېږدول کېږي چې د الوتنو بندېدو له امله هغه هېواد کې بند پاتې وو.

په قطر کې د افغانستان سفیر عبدالحکیم دلیلي پژواک خبري اژانس ته وویل چې په دغو کسانو کې محصلین، په رسمي سفرونه هغه هلته ورغلي کسان او ځینې کورنۍ شاملې دي.

د هغه په وینا، دغه کسان چې د کرونا له امله د الوتنو بندېدو او قرنطین له امله په قطر کې بند پاتې وو، د د قطر یوې الوتکې په وسیله چې د سفارت په هڅو او د قطر حکومت په همکارۍ چمتو شوې، په وړیا ډول کابل ته ولېږل شول او نن له غرمې وروسته دوه بجې او څلوېشت دقیقې کابل ته رسېږي.

ده وویل چې  قطر له افغانستان سره د مسافر وړونکو الوتکو مستقیمې الوتنې نه لري خو یاده الوتکه مستقیم کابل ته ځي.

دغه راز سفیر زیاته کړه چې په نږدې راتلونکي کې به د قطر هېواد او ځینو سوداګرو له خوا روغتیایي او نور مرسته شوي توکي هم په یوه الوتکه کې له قطره افغانستان ته ولېږدول شي.

 سفیر د قطر له حکومته مننه وکړه چې د دوی د مرستې هر غږ ته یې مثبت او په ورین تندي ځواب ویلی دی.

هغه وایي چې اوس تر بل هر وخت د قطر او افغانستان اړیکې پیاوړې او نږدې شوې دي.

نښه: 

نظر ورکړئ