خوست (پژواک, ۲۷ غویی ۹۹) :خوست کې د سړک د غاړې ماین چاودنې له امله د عامې روغتیا ریاست د مرستیال په ګډون شپږ کسان ټپيان شول.
دغه چاودنه نن مازديګر څلور بجي او دېرش دقيقې د خوست ښار لوېديځ لورته اداري کمپلېکس ته څېرمه د عامې روغتيا مرستيال ډاکټر ګل محمدالدین محمدي پر موټر شوې.
د خوست د والي وياند طالب منګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې په دغه پېښه کې ډاکټر ګل محمدالدین محمدي برسېرن ټپي شوی او روغتيايي حالت يې د ډاډ وړ دی.
بل خوا د خوست د عامې روغتيا رئيس ډاکټر حبيب شاه انصاري پژواک اژانس ته وويل چې د پېښې له ځايه د خوست ملکي روغتون ته د ډاکټر ګل محمدالدین محمدي په ګډون شپږ ټپيان ور وړل شوي.
انصاري وويل, ټپيانو کې دوه پولیس، دوه عام وګړي او يو د ډاکټر ګل محمدالدین محمدي ساتونکی شامل دي.
نوموړي زياته کړه چې د ډاکټر ګل محمدالدین محمدي روغتيايي حالت د ډاډ وړ دی، خو د ساتونکي حالت يې يو څه نازک ښودل شوی.
تردې دمه د پېښې مسووليت چا پر غاړه نه دی منلی.
دیادونې ده چې په دې وروستیو کې خوست کې چاودنې ډېرې شوي, والي حلیم فدایي له یوې چاودنې روغ ووت او امنیه قوماندان په چاودنه کې ووژل شو.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن