ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ګردېز د موټربم بريد په اړه يوه مياشت مخکې امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړل شوى و”

“د ګردېز د موټربم بريد په اړه يوه مياشت مخکې امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړل شوى و”

author avatar
17 May 2020 - 12:41
“د ګردېز د موټربم بريد په اړه يوه مياشت مخکې امنيې قوماندانۍ ته خبر ورکړل شوى و”
author avatar
17 May 2020 - 12:41

ګردېز (پژواک، ٢٨ غويی ۹۹): استخباراتي سرچينې وايي چې د ګردېز د وروستي موټر بم بريد په اړه يې له وړاندې د پکتيا ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې آمريت ته خبر ورکړى و، خو بيا هم بريد ترسره شو او ګڼو کسانو ته په کې مرګ ژوبله واوښته.

درې ورځې وړاندې د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د ملي امنيت رياست ته څېرمه د ٢٠٣ تندر قول اردو د تاسيساتو پر مرکز د موټر بريد وشو چې په ترڅ کې يې د درېيو ملکي وګړو په ګډون څلور تنه و وژل شول او د ١٨ ملکي وګړو په ګډون ٣١ تنه نور ټپيان شول.

خو استخباراتي سرچينو د غويي په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ياد بريد په اړه يې له وړاندې د دغه ولايت د امنيې قوماندانۍ د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې آمريت ته خبر ورکړى و.

د دغو استخباراتي اطلاعاتو يوه کاپي پژواک هم ترلاسه کړې ده چې د وري مياشتې په  مه٣٠ نېټه د پکتيا امنيې قوماندانۍ ته استول شوې او په کې ويل شوي چې د روژې په مياشت کې په ګردېز ښار کې د موټر بم بريد ترسره کيږي.

په دغو اطلاعاتو کې زياته شوې: ((د زرمت په مموزيو سيمه کې د طالبانو د برجسته غړي سباوون په مشرۍ طالبانو جلسه کړې او پلان يې نیولی چې د روژې په مبارکه مياشت کې د پکتيا پر ملي امنيت رياست بريد وکړي. په جلسه کې پاکستاني افراد او د ليزري ټوپکوالو سرګروپان هم موجود و.))

خو امنيتي سرچينې وايي چې له يادو اطلاعاتو سربېره بيا هم دغه موټر بم بريد ترسره شو او خلکو ته يې مرګ ژوبله واړوله.

بل لورته د پکتيا ولايتي شورا او مدني فعالان هم د دغه ولايت روان حالت د اندېښنې وړ بولي او وايي چې د کشفي او استخباراتي ارګانونو د کمزورۍ له امله زيات بريدونه تر سره کيږي.

د يادې شورا غړی محمد رحمن قادري وايي: ((له څو مياشتو راهيسې زموږ مهمترين رياست، (ملي امنيت) رييس نه لري، چې دا کشفونه يې تر سره کړي وای او د داسې پېښو مخه نيول شوې وای.))

مدني فعال سيد جمال الدين اصف خېل اندېښمن دی او وايي، د معلوماتو له مخې يې پکتيا ته ګڼ طالب وسله وال راغلي، چې د لويو بريدونو پلان لري او که روان حالت ته دوام ورکړي د ولسواليو د سقوط ګواښ هم شته دى.

اصف خېل پژواک ته وويل: ((له بده مرغه د پکتيا ملي امنيت رياست له شپږ مياشتو راهیسې رييس نه لري. په ټوله کې د استخباراتي ادارو کمزوري، په امنيتي سکتور کې نه همغږي او د دوی کمزوری مديريت د دې لامل شول چې تر ښاره موټر بم رارسيږي.))

په ورته وخت کې د پکتيا امنيه قوماندان سمونوال سلطان داوود سلطان پژواک سره په خبرو کې وويل چې دوی ته د دوه موټر بمونو په اړه معلومات ورکول شوي وو.

هغه وايي: ((د رسېدلو معلوماتو پر اساس مو تېره مياشت يو موټربم په سيدکرم ولسوالي کې له منځه يوړ او د دې بل لټه هم روانه وه.))

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.