د پژواک خدمتونه

د انځورونو څانګه

غږيزه څانګه

د ولس غږ کلتوري پروګرامونه

د ټاکنو خبري پوښښ

د کانونو په اړه ځانګړې پاڼه

Afghan Peace Process Special Page

د پژواک د سوداګريزو اعلانونو خدمتونه

Daily Newsletter

Language
Sending Time (GMT / Kabul time)

د سروې ۷۷ سلنه ګډونوال: د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې ته نه یو خوښ

د سروې ۷۷ سلنه ګډونوال: د غني او عبدالله تر منځ سیاسي هوکړې ته نه یو خوښ

May 17, 2020 - 20:41

کابل (پژواک، ۲۸ غویی ۹۹):د پژواک د پرلیکه سروې ۷۷ سلنه ګډونوال وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک پر وېش خوښ نه دي، خو۲۳ سلنه نورو د هغوی تر منځ هوکړه د هېواد په خیر بللې او ورته خوښ دي.

خو دا په داسې حال کې ده چې د ناټو سرمنشي، د ایران د بهرنیو چارو وزارت او ترکیې د ځانګړو اعلامیو په خپرولو سره د یادې سیاسي هوکړې هرکلی کړی او ټولو لوریو له افغانستان سره سولې ته د رسېدو په برخه کې د هر راز مرستې ژمنه کړې ده.

تېر کال د تلې په شپږمه د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شوې،د ټاکنو خپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمد اشرف غني ولسمشر اعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر اعلان کړ.

د هغوی ترمنځ اختلاف تر ننه روان و، خو نن یې واک سره ووېشه اودواړه یو ځل بیا د واک پر وېش سره سلا شول او  د اختلاف د حل په موخه یې سیاسي هوکړه لاسلیک کړه.

د دې هوکړې له مخې، عبدالله ته د ملي مصالحې د عالي شورا ریاست او د هغه سیاسي ملاتړو ته په کابینه کې نیمايي ونډه ورکړل شوې. دغه راز د هوکړې له مخې د ولسمشر پخواني مرستیال عبدالرشید دوستم ته چې په ټاکنو کې یې له عبدالله ملاتړ کړی و، د مارشالۍ افتخاري رتبه ورکول کیږي.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو پوښتلي چې دغې هوکړې ته خوښ دي که نه؟

په نظرپوښتنه کې ۱۵۲۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د سروې له ګډونوالو۷۷ سلنه کسانو ویلي یادې هوکړې ته نه دي خوښ خو پاتې نورو بیا ویلي چې د هوکړې په لاسلیک خوښ دي.

د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۳۷۵ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې هم کړې دي.

مخالف نظرونه

افغان ولس په نوم د یوې بلې فېسبوک پاڼې چلوونکي بیا لیکلي:« د واک لېونیو یو ځل بیا د غرب تش په نامه ډېموکراسۍ څپېړه پورې کړه او هغه چا چې ګوته رنګ کړې وه او د ټاکنو ملاتړ یې کاوه هم ځانونه وشرمول او هم یې ولس ته ځانونه روښانه کړل.»

عتیق الله مشعل لیکلي:«د دوه سري حکومت څخه موږ ښه ورځ نه ده ليدلې،دوه سره حکومت بې له تاوانه نور څه موږ ته نه شي راکولای،اشرف غني هر کله ویل چې موږ باید له تاریخ څخه عبرت واخلو، خو نن یې د تېرې دورې تاریخ یو وار بیا تکرار کړ چې ښه پایله به و نه لري.»

بخت الله لیکلي:«دوى د اساسي قانون خلاف عمل کړی، بيا انتخاباتو ته څه ضرورت و، په هيڅ صورت خوښ نه يو.»

حمزه سمون لیکلي:«ځکه خوښ نه یو چې د ډېموکراسۍ ځای په باج غوښتنه یا دعوامو په خبره جزیه ورکولو باندې بدل شو، دانتخاباتو پروسه به له دې وروسته په ټپه ولاړه وي، داهم د خلیلزاد د شیطانۍ او افغان دښمنه پروسې نتیجه وه چې مخ ته یې ویوړه، علاوه له دې جنایت څخه، اوس یې د(ای،اس،ای)ویاندویي هم په غاړه اخیستې ده.»

سمیع الله وطنیار لیکلي:« اشرف غني په چیغو، چیغو ټول خلک غلط کړل، په چیغو مه غلطیږئ!»

موافق نظرونه

شکرالله وصال لیکلي:«بالکل دا يو سم کار ولسمشر وکړ؛ ځکه چي ګاونډیو هېوادونو او خليلزاد نه غوښتل چې دا دولت جوړ شي، هغوى په کې لاسوهنې کولې او هېواد بل خواته روان و، نو په همدې اساس ولسمشر يوه ښه پرېکړه وکړه، ځکه چې دواړه د دې هېواد رهبران دي، نو بايد دواړه هېواد ته کار وکړي.»

ضیا صابر لیکلي:«دا چې زموږ یووالی تظمینوي سل ځله خوښ یم، زموږ نور بهرني دښمنان ډېردي، باید دا خپل منځي اختلافات پای ته ورسوو، منظمه اداره مهمه ده نه دا چې واک د چا په لاس کې دی، حق ورکول د حکومت کار دی، حق اخیستل او حق غوښتل د ملت، اوس نو ملت باید د حکومت ترشا ودریږي هر څه نظارت کړي او د خپل حق پوښتنه وکړي.»

یاسر حامد بیا لیکي:«ولسمشره ښه دې وکړل، تاسو سره د هېواد د ابادۍ غم دی، زه پوهېږم کال وروسته به دا ټول بېرته زرکلن درته وایي، موږ ته د هېواد امن مهم دی، له اختلافاتو هم څه نه جوړېدل!.»

افضل ځدراڼ هم لیکلي:«دغه ځینې پښتانه او د ولسمشر پلویان ځکه غوسه دي،دوی وایي چې بس مکمل وزارتونه یې باید موږ ته حواله او ټولو ته یې وېشلي وای چې ښه غلا او چور مو په کې جوړ وای . دغه  هېواد یواځې دپښتنو نه دی، دوی هم په وزارتونو کی حق لري.»

ورته راپورونه:

نظر ورکړئ

اعلانونه

Advertisement

Etisalat Get more data, Etisalat Afghanistan