جلال اباد (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د لغمان ولايت چارواکي وايي، د کابل- ننګرهار پر لويه لاره د دوو موټرو د ټکر له امله ۹ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند اسدالله دولتزي د غويي په ۲۸مه پژواک اژانس ته وويل، د کابل- جلال اباد پر لویه لار د قرغیو ولسوالۍ عزیز خان کڅ په زانګورې سیمه کې د دوو کرولا مسافر وړونکو موټرو ترمنځ ټکر شوی دی.
هغه وايي، په دې پېښه کې شپږ کسان مړه او درې نور ټپيان شوي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په مړه شوو کې کوچنیان او ښځې هم شامل دي.
د دولتزي په خبره، دا پېښه تېره شپه شاوخوا نهه بجې رامنځته شوې ده.
ویل کېږي چې پېښه د موټرچلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځته شوې ده.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن