ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

طالبانو لوګر کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژلي دي

طالبانو لوګر کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژلي دي

author avatar
17 May 2020 - 13:37
طالبانو لوګر کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژلي دي
author avatar
17 May 2020 - 13:37

پل علم (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د لوګر امنيتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د مس عينک کان اووه ساتوونکي وژل شوي او پنځه نور ټپيان دي.

د لوګر امنيه قوماندان مل پاسوال رحم خدا مخلص د غويي په ٢٨ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې وسله والو طالبانو تېره شپه د محمد اغې ولسوالۍ اړوند د مس عینک کان د ساتوونکو پر پوستې بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې اووه سرتېري وژل شوي او پنځه نور ټپيان شوي دي.

دغه راز د لوګر د والي وياند ديدار لونګ هم ياده پېښه تاييد کړه او ويې ويل چې طالبان په دغه کار سره غواړي، د مس عینک کان د استخراج مخه ونيسي.

بل لورته وسله والو طالبانو د يادې پېښې په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده چې په تېره يوه مياشت کې دا درېيم ځل دى چې وسله وال طالبان د مس عینک کان د ساتوونکو پر پوستو بريد کوي، پوسته يې نيسي، وسلې او مهمات يې له ځانه سره وړي او په دغه موده کې يې ٢٨ سرتېري وژلي او ګڼ شمېر نور يې ټپيان کړي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.