کابل (پژواک، ۲۸ غويی ۹۹): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا ويروس ۲۶۲ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې تر ټولو ډېرې (۶۰) په پلازمېنه کابل کې دي.
د عامې روغتيا وزارت وياند وحيدالله مايار د غويي په ۲۸ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له ۶۷۲ شکمنو پېښو ۲۶۲ یې مثبتې دي چې له دې سره په هېواد کې پر کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۶۶۴ ته لوړ شو.
هغه زیاته کړه، تر اوسه له دې ناروغۍ ۷۸۴ کسان بېرته روغ شوي او ۱۶۹ کسان یې له امله مړه شوي دي .
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په تازه ثبت شوو پېښو کې ۶۰ په کابل، ۵۷ په هرات، ۲۲ په سمنګان، ۱۴ په لوګر، ۱۱-۱۱ په بلخ او خوست، لس ـ لس په پکتيا، پروان، ميدان وردګ او تخار، نهه په جوزجان، اته ـ اته په بادغيس، فارياب کاپيسا او پکتيکا او شپږ په بغلان ولايتونو کې ثبت شوې دي .   . . .
You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن