ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتیکا کې د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

پکتیکا کې د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي

author avatar
17 May 2020 - 15:16
پکتیکا کې د ۱۸۵ میلیونه افغانیو په لګښت پروژې پلې کېږي
author avatar
17 May 2020 - 15:16

ښرنه (پژواک، ٢٨ غويی ٩٩): د پکتیکا ولایت په مرکز او بېلابېلو ولسوالیو کې د ۱۸۵میلیونه افغانیو په لګښت د کرنې اړوند ۲۶۰ پروژې پلې کېږي.

د پکتیکا ولایت د کرنې رييس ابوبکر د انګورو د یوې سړې خونې د بنسټ ډبرې اېښودلو پر مهال له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې په یادو پروژو کې ۸۰ د ممیزو خونې، ۵۰ د پیازو، ۸۰ د کچالو ساتلو خونې، ۲۰ د سبزیجاتو د وچولو ماشینونه او ۳۰ د میوو ساتلو سړې خونې دي چې د مڼو حاصلاتو ته ځانګړې شوې دي.

هغه زیاته کړه چې دغه سړې خونې په ډېر عصري ډول جوړېږي، پر یوه خونه نږدې ٢،٦ ميليونه افغانۍ لګښت راځي او په یو وار په کې تر ۲۵ ټنه محصولات زېرمه کېدای شي.

د پکتیکا د والي مرستیال شېر بادشاه اورګوني وويل چې له کوچني اختر وروسته د دغه ولایت د کرنې په برخه کې پر يوې بلې برنامې کار پيلوي چې له مخې به یې پر مختلفو لویو او وړو پروژو ۴۴۶ زره امریکايي ډالره ولګول شي.

هغه زیاته کړه، چې افغانستان تر اوسه لا هم د کرنې په برخه کې پر ځان بسیا نه دی او لا هم له نورو هېوادونو خوراکي او د اړتیا وړ کرنیز توکي واردوي.

د اورګوني په خبره، چې اوسنۍ برنامه د جمهور ريیس محمد اشرف غني په ځانګړي هدایت په ټول هېواد کې پلې کېږي او د کروندګرو لپاره خاص ارزښت لري.

د والي مرستیال همدارنګه زیاته کړه چې په دې سره به د بزګرانو کرنیز حاصلات په مناسبو ځایونو کې ساتل کېږي او په هر وخت کې به خپله بیه نه ټيټوي.

د ښرنې یو تن کروندګر ډاکتر شاولي نصرت وايي، کلونه کېږي چې د انګورو باغ لري او په زیاته اندازه حاصلات ورکوي، خو د سړې خونې د نشتون له امله یې تر ډېر وخت پورې نه شي ساتلی او په نږدې نیمايي بیه یې پلوري.

هغه زیاته کړه، چې د دغې سړې خونې په جوړېدو سره به یې په راتلونکي کې حاصلات نه ضایع کېږي او د تېر په پرتله به څو برابره زیاته ګټه ترې لاسته راوړي.

د يادونې ده چې په دې وروستيو کې د پکتيکا ترڅنګ په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم د سړو خونو د جوړولو چارې پيل شوې دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.