ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بغلان سلګونو اوسېدونکو د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

د بغلان سلګونو اوسېدونکو د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه

author avatar
18 May 2020 - 16:19
د بغلان سلګونو اوسېدونکو د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه
author avatar
18 May 2020 - 16:19

پلخمري (پژواک، ٢٩ غويى ٩٩): د بغلان ولايت سلګونو اوسېدونکو د يوې اعتراضيه غونډې په ترڅ کې د دغه ولايت په لرو پرتو سيمو کې د پراختيايي پروژو د ترسره کېدو غوښتنه وکړه.

دغه غونډه د قومي مشرانو په ګډون د غويي په ٢٩مه د بغلان ولايت مقام کې جوړه شوې وه.

د يادو کسانو په استازيتوب قومي مشر حاجي حسن احمدزي وويل چې په تېرو څو کلونو کې د دغه ولايت لرو پرتو سيمو ته هېڅ کار نه دى شوى، ان ډېر کلي د څښاک اوبه هم نه لري.

نوموړي تور پورې کړ چې حکومت د يو شمېر سيمو له خلکو سره سليقوي چلند کوي او په لوى لاس نه غواړي پروژې په کې پلې شي.

هغه دا هم وويل چې په دغه ولايت کې يو شمېر زورواکو د کوچيانو څرځايونه په زور نيولي چې کوچيان يې له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

دغه راز د مرکزي بغلان ولسوالۍ د پراختيايي شوراګانو رييس محمد شاه وويل چې د پروژو په برخه کې دوى خپلې ستونزې له ولسوال سره شريکې کړې دي.

نوموړى وايي: ((ولسوال د پروژو په برخه کې زموږ غوښتنې له ولايت سره شريکې کړي، خو ولايت په دغه برخه کې چوپه خوله پاتى دى.))

د يادې غونډې يو شمېر نورو ګډونوالو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې که   غوښتنې يې ونه منل شي پر لويو لاريونونو به لاس پورې کړي.

د غونډې په پاى کې د بغلان سرپرست والي عبدالقديم نيازي وويل چې ديو شمېر لرو پرتو سيمو لپاره پروژې منظورې شوي چې ډېر ژر به يې د پلي کېدو چارې پيل شي.

هغه زياته کړه: ((موږ کله هم له کومې سيمې سره توپيري چلند نه کوو او چاته اجازه هم نه ورکوو چې د يوې سيمې پروژه بلې سيمې ته ورکړي.))

د يادونې ده چې تر دې وړاندې د بغلان د بېلابېلو سيمو اوسېدونکو د پروژو د نه پلي کېدو په اړه شکايتونه کړي دي.​

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.