کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې هرکلی کړی، خو یادونه یې کړې چې دوی باید د خپل تېر حکومت تېروتنې تکرار نه کړي.
له څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې عبدالله په کابینه کې شریک او د سولې د مصالحې شورا رییس وټاکل شو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په خپل ټویټر کې ددغې سیاسي موافقې د لاسلیک د هرکلي ترڅنګ ویلي، چې دغه دوه مشران باید هغه تېروتنې تکرار نه کړي چې د ملي یووالی په حکومت کې وې.
هغه د نیوکې په توګه ویلي چې ددغې موافقې طرحې لس اوونۍ وخت نیولی، تر دې مخکې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو هم د وخت پر ضیاع کېدو نیوکه کړې وه.
خلیلزاد په یوه ټویټ کې د جګړې د پای ته رسېدو په اړتیا او په افغانستان کې د سولې د بهیر په پرمختګ باندې په ټینګار سره لیکلي دي: "ډاکتر عبدالله باید په پوره چټکتیا او لومړیتوب سره پرمخ ولاړ شي او د افغانستان د اوسني حکومت له لوري یې باید په مخلصانه توګه ملاتړ وشي".
د افغان مشرانو ترمنځ د موافقې له لاسلیک څو شېبې وروسته د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو له دواړو مشرانو سره په ټیلېفوني خبرې وکړې او د دغه تړون په اړه یې مبارکي ورکړه.
د یادونې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ددغې سیاسي لانجې د هوارولو لپاره کابل ته راغلی و، خو ونه توانېده چې دا لانجه هواره کړي، خو کله چې بېرته امریکا ته ستون شو، له افغانستان سره یې د یو میلیارد ډالرو مرستې بندولو اعلان وکړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن