کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : وسله والو طالبانو هم د ولسمشر اشرف غني او ډاکتر عبدالله عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې په اړه غبرګون ښودلی دی.
تر څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې عبدالله په کابینه کې شریک او د سولې د مصالحې شورا رییس وټاکل شو.
په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د غویي په ۲۹مه، په ټویټر کې لیکلي، په کابل کې چې څه روان دي د پخوانیو ناکامو تجربو تکرار دی.
هغه زیاته کړې، افغان جهتونه باید د ستونزې اصلی حل ته متوجه شي، د افغانستان د ستونزې حل د دوحې د تړون په عملي کېدو کې دی.
سهیل شاهین ویلي، د قطر تړون عملي کېدو پر وړاندې باید د خنډونو له رامنځته کېدو ډډه وشي. د بندیانو د خلاصون پروسه بشپړه شي او هرڅه ژر بین الافغاني مذاکرات پیل شي.
د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي ناندرۍ له هغه وروسته پیل شوې چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۹ د سپټمبرمیاشت په ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني ګټونګی اعلان کړ، خو عبدالله دا پایلې ونه منلې او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن