ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نړیوالو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک هرکلی وکړ

نړیوالو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک هرکلی وکړ

author avatar
18 May 2020 - 11:35
نړیوالو د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د سیاسي هوکړې د لاسلیک هرکلی وکړ
author avatar
18 May 2020 - 11:35

کابل (پژواک، ۲۹ غویی ۹۹) : د امریکا متحده ایالتونو، اروپايي ټولنې، ناټو او ملګرو ملتونو د ولسمشر غني ‌او ډاکټرعبدالله ترمنځ د سیاسي تړون دلاسلیک هرکلی کړی دی.

تر څو میاشتو ټاکنیزو لانجو وروسته پرون د ولسمشر اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه لاسلیک شوه، چې له مخې یې عبدالله په کابینه کې شریک او د سولې د مصالحې شورا رییس وټاکل شو. 

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو ددغه تړون تر لاسلیک څو ساعته وروسته دواړو افغان مشرانو ته ټیلېفون وکړ او د دغې هوکړې مبارکی یې ورکړه.

هغه هیله ښودلې چې دواړه مشران به د سولې په اړه ګډ کار وکړي. په دې اړه یې اندېښنه ښودلې  چې د دوی ترمنځ‌ د سیاسي اختلاف له امله "وخت ضایع شوی" دی.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي دفتر( یوناما) ویلي چې دا موافقه ټولو خواوو ته دا زمینه برابروي‌ چې د بین الافغاني مذاکراتو، د کوویډ۱۹ پرضد د مبارزې او جنګ جګړو د ختمولو لپاره یوه متحده جبهه ولري.

دغه راز د ناټو  سازمان هم د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ د تړون د لاسلیک کېدو هرکلی کړی او په همدې حال کې یې پر طالبانو غږ کړی چې د تاوتریخوالي د کمولو او بین الافغاني مذاکراتو د پیلولو په موخه په افغانستان کې د پایداره سولې په اړه په خپلو ژمنو عمل وکړي.

د یو بل خبر له مخې، اروپایي ټولنې هم د دغې هوکړې هرکلی کړی دی، د یادې ټولنې د بهرنیو اړیکو استازي جویف بوریل دا یو مهم قدم ګڼلی او زیاته کړې یې ده چې له دې سره به افغانستان متحده او پیاوړی شي.

هغه تردې وروسته د کرونا پر ضد پر جدي مبارزې او ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پر پیلېدو ټینګار کړی دی.

دغه راز پاکستان، هندوستان، ایران، کاناډا، ترکیې، جرمني، ایټالیا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو هم ددې سیاسي هوکړې هرکلی کړی دی.

د هندوستان د بهرنیو چارو وزارت ددغې هوکړې د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د تاوتریخوالي پر زیاتوالي اندېښنه ښودلې ده.

بلخوا د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره پردې خوښي څرګنده کړې او ټینګار یې کړی چې بین الافغاني مذاکرات ژر پیل شي.

د ولسمشر غني او عبدالله ترمنځ سیاسي شخړه له هغه وروسته پیل شوه چې د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون د۲۰۱۹ د سپټمبر میاشت کې په ولسمشریزو ټاکنو کې محمد اشرف غني ګټونګی اعلان کړ، خو عبدالله دا پایله ونه منله او خپل موازي حکومت یې اعلان کړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.