کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد یو ځل بیا د سولې او تړون د عملي کېدو په موخه د خبرو اترو لپاره دوحې او کابل ته را روان شوی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هغه وړمه ورځ له واشنګټن څخه د یادو هېوادونو په سفر خوځېدلی دی.
سرچینې زیاته کړې، خلیلزاد به لومړی په دوحه کې له طالب استازو سره د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک پر پلې کېدو، د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي پر کمېدو او بین الافغاني خبرو پیلېدو په اړه د اړینو اقداماتو په اړه خبرې وکړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، نوموړی به تر هغه وروسته په کابل کې له لوړپوړو حکومتي چارواکو سره هم وګوري.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې خلیلزاد به کابل ته د سفر پرمهال ژر تر ژره د بین الافغاني مذاکراتو پیلېدو په اړه د افغان حکومت اقدامات هم له نږدې وڅاري.
د یادونې ده چې خلیلزاد دوه اوونۍ مخکې د یادو او ځینو نورو مسایلو په موخه د خبرو لپاره قطر، هند او پاکستان ته تللی و، خو کابل ته یې سفر نه و کړی.
هغه په داسې حال کې تازه سفر پیل کړی چې په کابل کې سیاسي جنجال هوار شوی او ډاکټر عبدالله د سولې د مصالحې شورا د مشر په توګه ټاکل شوی دی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن