ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خوست ولایت کې د تراویحو پر لمونځ کوونکو ډزې شوې

author avatar
19 May 2020 - 22:59
author avatar
19 May 2020 - 22:59

خوست (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : ځایی مسوولین  وایي چې وسله والو کسانو په خوست ولایت کې د تراویحو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.

د خوست دوالي ویاند طالب منګل د غویي په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن ددې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو  کلي کې رامنځته شوې ده.

هغه زیااته کړه چې د تراویح لمونځ پر مهال وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو برید کړی، چې له امله یې  دوه تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون یو بل یې ټپي شوی دی.

د صبریو ولسوال اغاجان توکلي هم پېښه تایید کړې ده.  تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده چې نن ماښام په پروان ولایت کې د ماښام د لمانځه پر مهال پر یوه جومات برید کې اته تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.