خوست (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹) : ځایی مسوولین وایي چې وسله والو کسانو په خوست ولایت کې د تراویحو پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او مرګ ژوبله یې اړولې ده.
د خوست دوالي ویاند طالب منګل د غویي په ۳۰مه، پژواک اژانس ته وویل چې دا پيښه نن ماخوستن ددې ولایت د صبریو او یعقوبیو ولسوالۍ اړوند ګورچکو کلي کې رامنځته شوې ده.
هغه زیااته کړه چې د تراویح لمونځ پر مهال وسله والو کسانو پر لمونځ کوونکو برید کړی، چې له امله یې دوه تنه وژل شوي او د یوه ماشوم په ګډون یو بل یې ټپي شوی دی.
د صبریو ولسوال اغاجان توکلي هم پېښه تایید کړې ده. تر اوسه کومې ډلې ددې برید مسوولیت نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې نن ماښام په پروان ولایت کې د ماښام د لمانځه پر مهال پر یوه جومات برید کې اته تنه وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي وو.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن