کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غويی ٩٩): د کندوز امنيتي چارواکي ادعا کوي چې په کندوز ښار کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه کې ٢٤ طالبان وژل شوي او ٦٠ نور ټپيان شوي دي.
په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو قوماندان بريد جنرال محمد علي يزداني د غويي په ٣٠ مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار د نيولو په موخه له څو لوريو بريدونه کړي دي.
دى وايي: ((طالبانو د سه درک، تلوکه، کابل بندر او چرخاب سيمو له لارې د کندوز ښار د نيولو په موخه بريدونه وکړل، خو د امنيتي ځواکونو له کلک مقاومت سره مخ شول او ماته يې وخوړه.))
ده وويل چې په دغه جګړه کې ٢٤ وسله وال طالبان وژل شوي او ۶۰ نور ټپيان شوي دي.
قوماندان زياتوي چې په دغه جګړه کې اووه امنيتي سرتېري هم ټپيان شوي دي.
د جنرال يزداني په وينا، له تېرې شپې راهيسې د ښار په بېلابېلو سيمو کې د امنيتي ځواکونو له لوري چاڼيز عمليات هم پيل شوي دي.
دغه راز د سه درک سيمې یوه اوسېدونکي فريد پژواک ته وويل چې تېره شپه درې بجې د دوى په سيمه کې سخته جګړه شوې ده.
هغه زياتوي:((په جګړه کې له درنو وسلو هم کار اخيستل شوى، ځکه د شاوخوا کورونو ښيښې ماتې شوي او نور زيان هم ورته رسېدلى دى.))
بل لورته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د ياودنې ده چې تر دې وړاندې دوه ځلې کندوز ښار د وسله والو طالبانو په لاس سقوط شوى ، خو له دوه-درې ورځو وروسته امنيتي ځواکونو بېرته نيولى دى.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن