ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پروان د مرکز چاریکارو ښار پر یوه جومات برید کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي

د پروان د مرکز چاریکارو ښار پر یوه جومات برید کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي

author avatar
19 May 2020 - 21:53
د پروان د مرکز چاریکارو ښار پر یوه جومات برید کې ۷ لمونځ کوونکي وژل شوي
author avatar
19 May 2020 - 21:53

چاریکار (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): د پروان ځایي مسوولین  وایي چې وسله والو کسانو د دغه ولایت د مرکز چاریکار اړوند سیمه کې پر لمونځ کوونکو ډزې کړې او ۱۲ کسانو ته یې مرګ ژوبله اړولې ده.

د پروان امنیه قوماندان محمد هارون مبارز د غویي په ۳۰مه پژواک خبري اژانس ته وویل چې دغه برید نن ماښام د چاریکارو ښار اړوند د خلازه یي کلي پر جومات شوی دی.

هغه زیاته کړه، د سیمې د خلکو د معلوماتو له مخې، په دغه برید کې ۷ کسان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

مبارز وایي چې پولیس سیمې ته رسېدلي او پلټنې یې پیل کړې دي.

د پروان د ملکي روغتون سرچینې وایي چې دوی ته یو جسد او اووه ټپیان ور وړل شوي دي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.