کابل (پژواک، ۳۰ غویی ۹۹): طالبان وایي،د هند په اړه هغه اعلامیه چې رسنیو خپره کړې او دوی ته منسوب شوې ده، په طالبانو پورې اړه نه لري.
رویټرز راپور ورکړی چې ګواکې طالبانو ویلي چې د هند او پاکستان تر منځ د ستونزو ډېروالی او دوام به د افغانستان د سولې پر بهیر منفي اغېز وکړي.
دغه راپور کې د طالبانو د ویاند له قوله راغلي چې د یادو هېوادنو تر منځ د ستونزو دوام د سیمې پر وضعیت اغېز کوي او دغه چاره به هند ته په لوړه بیه پرېوځي.
خو په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین د طالبانو له خوا د هند او پاکستان په اړه د اعلامیې خپرول رد کړي دي.
شاهین پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي:«هغه اعلامیه چې د هند په هکله په ځینو مطبوعاتو کې خپره شوې، اسلامي امارت پوره اړه نه لري. د اسلامي امارت پالیسي واضح ده چې د نورو هېوادونو په کورنیو چاروکې مداخله نه کوي.»
د هند او پاکستان تر منځ اړیکې وروسته له هغه نورې هم ترینګلې شوې چې د کشمیر په بلوامه سیمه کې د هندي ځواکونو پر کاروان برید وشو او ۴۱ هندي ځواکونه په کې ووژل شول.
د دغه برید مسوولیت د جیش محمد ډلې پر غاړه اخیستی، خو هند یې پړه پر پاکستان اچولې ده. پاکستان دغه تور رد کړی او ویلي یې دي چې که برید پرې وشي ځواب به یې ورکړي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن