ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نظرپوښتنه: ۸۲ سلنه خلک د واک بیا وېش ناهیلي کړي، نور ټاکنو کې برخه نه اخلي

نظرپوښتنه: ۸۲ سلنه خلک د واک بیا وېش ناهیلي کړي، نور ټاکنو کې برخه نه اخلي

author avatar
19 May 2020 - 11:22
نظرپوښتنه: ۸۲ سلنه خلک د واک بیا وېش ناهیلي کړي، نور ټاکنو کې برخه نه اخلي
author avatar
19 May 2020 - 11:22

کابل (پژواک، ۳۰ غويی ۹۹): د پژواک د پرلیکه سروې ۸۲ سلنه ګډونوال وایي، د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د واک بیا وېش پر ټاکنو بې باوره کړي او نور په ټاکنو کې برخه نه اخلي.

ولسمشرۍ ټاکنې تېر کال د تلې په شپږمه تر سره شوې. د ټاکنوخپلواک کمېسیون له دغو ټاکنو وروسته محمداشرف غني ولسمشراعلان کړ، خو بل مخکښ نوماند ډاکټر عبدالله عبدالله دغه پرېکړه ونه منله او ځان یې ولسمشر وباله.

دغه اختلاف سره له دې چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو او د هېواد ځینو سیاسي او جهادي مشرانو یې د پای ته رسولو لپاره هڅې وکړې، خو بیا هم شاوخوا اتو میاشتو ته اوږد شو.

د ولسمشر محمد اشرف غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ د غويي په ۲۸ مه سیاسي- ټاکنیز اختلاف د دواړو لوریو ترمنځ د واک پر وېش د هوکړې له لارې پای ته ورسېد او هوکړه یې لاسلیک کړه.

مخکنی د «ملی وحدت حکومت» هم د غني او عبدالله تر منځ د همداسې یوې هوکړې له مخې جوړ شوی و.

پژواک خبري اژانس پر خپله فېسبوک پاڼه له خلکو پوښتلي:«د دویم ځل لپاره تر ټاکنو وروسته د غني او عبدالله ترمنځ سیاسي هوکړه وشوه ، ایا تاسو له دې وروسته پر ټاکنو باور لرئ او په کې ګډون کوئ؟»

په نظرپوښتنه کې ۱۶۳۰۰ کسانو برخه اخیستې ده.

د سروې له ګډونوالو۸۲ سلنه ویلي چې تر دې وروسته پر ټاکنو باور نه لري او ګډون په کې نه کوي، خو پاتې ۱۸ سلنه نورو بیا ویلي چې پر ټاکنو یې باور له لاسه نه دی ورکړی او برخه په کې اخلي.

د یادونې ده چې دغه نظرپوښتنه په انلاین بڼه ترسره شوې او د سروې معیارونه نه شي پوره کولای.

د سروې ۳۳۳ ګډونوالو په دې اړه بېلابېلې تبصرې هم کړې دي.

«په ټاکنو باور نه لرو» You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.