کندوز ښار (پژواک، ٣٠ غويى ٩٩): په کندوز ښار کې د ماين چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د کندوز د امنيې قوماندانۍ وياند هجرت الله اکبري د غويي په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن شاوخوا يوولس نيمې بجې د کندوز ښار د کهنه فروشۍ په بازار کې د ماين چاودنه شوې ده.
هغه وايي چې چاودېدونکي توکي په يوه بايسکل کې ځاى پرځاى شوي و چې له امله يې يو پوليس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
ده وويل چې د ټپيانو روغتيايي وضعيت د ډاډ وړ دى .
خو په کندوز ښار کې يوې بلې امنيتي سرچينې پژواک ته وويل چې د يادې چاودنې له امله دوه پوليس وژل شوي او درې ملکي وګړي ټپيان شوي دي.
د پېښې يو تن عيني شاهد خالد پژواک ته وويل: ((چاودنه ډېره زوروره وه، څو تنه ټپيان پراته و خو پوليسو خلک نږدې نه پرېښودل. ))
د دې چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن