ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ختیځ خصوصي ښوونځيو تر اختره وروسته د فعالیت اجازه وغوښته

د ختیځ خصوصي ښوونځيو تر اختره وروسته د فعالیت اجازه وغوښته

author avatar
20 May 2020 - 16:35
د ختیځ خصوصي ښوونځيو تر اختره وروسته د فعالیت اجازه وغوښته
author avatar
20 May 2020 - 16:35

جلال اباد (پژواک، ۳۱ غويی ۹۹): په ختيځ زون کې د خصوصي ښوونځيو اتحاديه وايي، د قرنطين له امله خصوصي ښوونځيو ادارو سخت زيان ليدلی او بايد تر کوچني اختر وروسته د بيا پيل اجازه ورکړل شي.

دوی دغه راز غوښتنه کړې چې حکومت او په ځانګړي توګه پوهنې وزارت دې دوی ته اوښتو زيانونو ته پاملرنه وکړي او له دوی سره دې همکاري وکړي.

خصوصي ښوونځيو ته د اوږد مهاله پور ورکړه، د ۱۳۹۹ مالي کال د مالياتو، د کور د کرايې او برېښنا بېلونو معاف کول د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې نورې غوښتنې دي. د يادې اتحاديې مسوولينو دا غوښتنې د غويي په ۳۱مه جلال اباد ښار کې د يو خبري کنفرانس پرمهال وکړې.

په ختیځ کې د خصوصي ښوونځيو د اتحاديې مشر رييس الحق ناصري وويل، د کرونا ويروس له امله چې تعليمي ادارې رخصت شوي، خصوصي ښوونځيو ته په کې سخت زيان رسېدلی دی.

هغه زیاته کړه، هر ښوونځی د کارکوونکو د معاشونو، کور کرايه، برېښنا بېلونو او د حکومت د مالي پوروړی دی چې د حکومت له همکارۍ پرته له دې پورونو نه شي خلاصېدی.

دی وايي، د ختيځ زون د خصوصي ښوونځيو، له  مسوولينو دا غوښتنه ده چې دا ټولې پیسې ورته معاف شي او يا هم اوږدمهاله قرضه ورکړل شي چې له دغو ستونزو خلاص شي.

د ناصري په خبره، د خصوصي ښوونځيو ادارې غواړي چې تر کوچني اختر وروسته ورته د بيا فعاليت اجازه ورکړل شي چې دا چاره به يې د نور قرضداره کېدو مخه ونيسي.

د ننګرهار د والي وياند عطاء الله خوږياڼی بيا وايي پوهنې رياست په دې اړه د پوهنې وزارت سره له نږدې کار کوي.

د ننګرهار د پوهنې رياست وياند محمد اصف شينواري پژواک اژانس ته وويل، په دې اړه پرېکړه کول او يا کوم اقدام کول د دوی له صلاحیته پورته ده او پوهنې وزارت په دې اړه میکانیزم باندې کار پيل کړی دی.

دی وايي، د خصوصي ښوونځيو غوښتنې په دغه برخه کې په حقه دي او ډاډ يې ورکړ چې وزارت هره پرېکړه وکړه دوی به يې دلته تطبيق کړي.

د يادولو ده چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د افغانستان په کډون د نړۍ اکثرو هېوادونو کې تعليمي ادارې رخصت شوې او ډېر ښارونه هم تړل شوي  .

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.