ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو د ډوډۍ کارتونه پلورلي”

“د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو د ډوډۍ کارتونه پلورلي”

author avatar
20 May 2020 - 14:20
“د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو د ډوډۍ کارتونه پلورلي”
author avatar
20 May 2020 - 14:20

ګردېز(پژواک،۳۱ غويی ۹۹): پژواک ته د رسېدلو معلوماتو له مخې، د ګردېز ښاروالۍ ځينو کارکوونکو او د ګذر وکيلانو د بېوزلو کورنيو د وچې ډوډۍ کارتونه پر نامستحقه کسانو پلورلي دي.

همدارنګه د ګذر ځينو وکيلانو له بېوزله خلکو څخه هم د يادو کارتونو په بدل کې پيسې اخيستې دي.

په ګردېز ښار کې يو ساعت جوړوونکی خان محمد د غويي په ٣١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ښاروالي ځينې کارکوونکي او د ګذر وکيلان د نانوايي له خوا بېوزله کورنيو ته د وچې ډوډۍ کارتونه بازار ته راوړي او په شتمنو کسانو يې پلوري.

نوموړي پژواک ته وويل: ((د ډوډۍ کارتونه دلته په پيسو خرڅېدل، د شاروالۍ نفر و، غريبان دلته ناست دي، يوه هم نه دی اخيستی، ټول دوکانداران، اباد خلک او واسطو والا خلک ډوډۍ وړي. يو کارت په ۵۰۰، ۱۰۰۰ چې په څو به سره جوړ شول.))

د ګردېز د عسکري فاميليو اوسېدونکی اقبال په ياده پروسه کې د فساد او بې انصافي خبره کوي او وايي چې د کليو ملکانو او د ګذر وکيلانو د ځينو شتمنو کسانو نومونه د هغوی په بې خبرۍ کې ليکلي او ياده ډوډۍ خپل کور ته وړي او يا يې له نانوايي څخه پيسې اخلي.

منګل زياته کړه: ((حکومت چې غريبو خلکو ته وچه ډوډۍ مقرره کړې، په سلو کې درې فيصده هم مستحقو ته نه ده رسېدلې. دا د هر چا اخلاقي مسوليت دی چې مستحق يې نه وي، بايد وايې نه اخلي.))

د ګردېز اړوند د بالاده سيمې يوه بېوزله مېرمن مدينه وايي، د خوړو لپاره څه نه لري او په خبره يې سره له دې چې له څو ورځو ښاروالۍ ته راځي، خو تر دې دمه د ګذر وکيل يا ښاروالۍ ورته کارت نه دی ورکړی.

نوموړې پژواک ته وويل: ((زما خاوند معيبوب دی، کور کې راته پروت، مجبوريت دی، ماشومان مې وظيفه راټولوي. چې يوه مړۍ څوک راکړي او لږ مرسته راسره وکړي. تر اوسه يې نه کارت راکړی، نه بل څه.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد هم په ياده پروسه کې ستونزې او د کارتونو د پلور خبره مني او وايي، هڅه کوي چې ټول ورکړل شوي لېستونه له سره چاڼ کړي.

خالد پژواک ته وويل چې د ګذر وکيلانو، مدني فعالانو او د جومات ملا امامانو ور سره د سمو لېستونو په جوړولو کې همکاري نه ده کړه او له دې امله په ګردېز کې د هغو شاوخوا ۱۳۴۰۰ کورنيو له ډلې چې هره ورځ وچه ډوډۍ ورکول کيږي، ښايي نيمايي يې مستحق نه وي.

نوموړي زياته کړه: ((متاسفانه په ځينو ګذرونو کې موږ دا مشکل لرو او معلومات رسېدلي چې له خلکو په کارتونو پيسې اخيستل شوي، خو دا مشکل مو جدي نيولى دى.))

دمګړۍ په ګردېز کې د ۷۳ نانوايانو له خوا هره ورځ خلکو ته شاوخوا ۱۳۰ زره وچه ډوډۍ ورکول کيږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.